ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“له حزب اسلامي سره شوې هوکړه دې ژر عملي شي”

“له حزب اسلامي سره شوې هوکړه دې ژر عملي شي”

author avatar
18 Dec 2016 - 15:35
“له حزب اسلامي سره شوې هوکړه دې ژر عملي شي”
author avatar
18 Dec 2016 - 15:35

خوست (پژواک، ٢٨ ليندۍ ٩٥): د خوست دولتي چارواکي او ديني عالمان له حکومته غوښتنه کوي چې له حزب اسلامي سره شوې هوکړه دې ژر تر ژره عملي کړي.

هغوی چې د امنيت د ټينګښت په تړاو جوړې شوې غونډې ته يې خبرې کولې، دغه راز وويل، د دولت هېڅ وسله والې مخالفې ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې په دغه ولايت کې ورانکاري فعاليتونه ترسره کړي.

د خوست والي حکم خان حبيبي غونډې ته په خپلو خبرو کې له مرکزي دولته وغوښتل چې له حزب اسلامي سره شوې موافقه ژر تر ژره عملي کړي، څو نورو وسله والو ډلو ته هم د سولې لار پرانيستل شي.

هغه همداراز پر وسله والو طالبانو هم غږ وکړ چې له وسله والې مبارزې لاس واخلي او د حزب اسلامي په څېر دې د بين الافغاني مذاکراتو له لارې خپلې غوښتنې او وړانديزونه له افغان دولت سره شريک کړي.

نوموړی وايي: ((زه يو ځل بيا د خپلې ولايتي ادارې په استازيتوب د مرکزي دولت په رهبرۍ غږ کوم چې دغه پروسه ګړندۍ او څومره چې ژر کېږي، مواد يې تطبيق کړي، تر څو د سولې لپاره نورې لارې خلاصې شي.))

د دولت او حزب اسلامي تر منځ د سولې هوکړه ليک، کابو درې مياشتې وړاندې (د تلې اتمه) لاسليک شو.

ديني عالم او د مجاهدينو د سراسري شورا مشر مولوي محمد سردار ځدراڼ هم يادې غونډې ته وويل، هر څومره ژر چې کېږي، د سولې په برخه کې دې ټول شته خنډونه له منځه يووړل شي.

هغه همدا ډول وويل، اوس هم ځيني کړۍ د سولې خبرو د مخته تګ پر وړاندې خنډونه جوړوي چې دا په ښکاره له سولې سره مخالفت او جنګ ته لمن وهل دي.

دى زياتوي: ((دا د پرديو استخباراتي کړيو اجيران دي، غواړي د سولې پروسه ګډه وډه کړي، په داسې حال کې طالبانو هم اماده ګي ښودلې، دوی له هغې نه داسې يو برداشت واخلي، چې که دلته څوک سولې ته راځي، هغه به بې عزته کېږي.))

قومي مشر سمين خان بيا د امنيت د ټينګښت په تړاو دې غونډې ته په خپلو خبرو کې د ملي امنيتي ځواکونو قربانی وستايلي او ويې ويل، چمتو دی چې له هغوی سره اوږه په اوږه له خپلې خاورې دفاع وکړي.

ده زياته کړه: ((ستونزې به وي، خو موږ خپلې ارادې کلکې ساتلې دي او هر وخت مو له خپل وطن نه ساتنه کړې او بيا هم دا ثابتوو چې موږ بدون له بوټ، درېشی او ټوپک نه عسکر يو.))

د غونډې په وروستۍ برخه کې ځينو هغو افسرانو او سرتېرو ته د تشويق لپاره ستاينليکونه هم ورکړل شول، چې خپلې دندې يې په ښه توګه سرته رسولې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.