پل علم (پژواک، ٢٩ ليندۍ ٩٥): د لوګر د ولايتي شورا په دروازه کې د ماين چاودنه وشوه خو مرګ ژوبله نه لري.
د لوګر د ولايتي شورا غړي ناصر غيرت د ليندۍ په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا اته بجې د ولايتي شورا په دروازه کې د ماين چاودنه وشوه خو چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
ده وويل: ((دا د ملت کور دى خو امنيتي ځواکونه يې د امنيت په ټينګښت کې بې غوري کوي.))
د غيرت په وينا، دوه ورځې وړاندې هم د همدې شورا په دروازه کې ماين پر ځاى شوى و خو د امنيتي ځواکونو له لوري شنډ کړ شو.
هغه وايي چې د شورا د امنيت د ټينګښت په موخه يې له اړوندو ارګانونو سره خبرې کړې دي.
د لوګر د ولايتي شورا د دروازې ساتونکي شاه حسين پژواک ته وويل: ((چاودنه ډېره قوي وه خو دلته موانع د دې باعث شوى چې چا ته مرګ ژوبله وا نه وړي.))
په پلعلم کې د لومړۍ امنيتي حوزې امر سمونوال خان اغا دراني هم پژواک ته ياده چاودنه تاييد کړه او ويې ويل چې دغه ماين د افغان دولت د وسله والو مخالفينو له لوری ځاى پر ځاى شوى و.
هغه زياته کړه: ((دغه ماين وسله والو مخالفينو د دې لپاره ايښی و چې د ولايتي شورا غړو او عامو خلکو ته مرګ ژوبله واړوي خو دا ښه ده چې د خداى په فضل سره تلفات نه لرو.))
درانى وايي چې د ولايتي شورا د امنيت د ټينګښت په موخه به د امنيتي تدابيرو کچه لوړه کړي.
د افغان دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه د دې چاودنې په اړه څه نه دي ويلي.
د لوګر ولايتي شورا نهه غړي لري چې دوه يې ښځې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP