Language

لښکرګاه کې د پولیسو څلورم کنډک قوماندان ټپي شو

لښکرګاه (پژواک، ٢٩ لیندۍ ۹۵): د هلمند په مرکز کې د ماين چاودنې له امله د پوليسو د څلورم کنډک د قوماندان په ګډون پنځه سرتېري ټپيان شوي دي.

په هلمند کې د څلورمې سرحدي لوا قوماندان سمونوال ظاهر ګل مقبل د ليندۍ په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پوليسو د څلورم کنډک پر قوماندان سمونيار غلام ولي شاکر نن غرمه مهال چاودنه شوې ده.

هغه وايي چې دغه چاودنه د لښکرګاه د عينک په سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې شاکر له خپلو ساتونکو سره پر ګزمه  بوخت و.

مقبل وايي چې د قوماندان شاکر دواړه پښې پرې شوې او روغتيايي وضعيت هم ناسم دى خو روغتون ته انتقال شوى دى.

هغه زياته کړه: ((دغه قوماندان زموږ د لوا تقريباً ټولې چارې پر مخ وړې او دا زموږ لپاره يوه لويه ضايعه ده.))

د يادې چاودنې په اړه په هلمند کې د ايمرجنسي روغتون يوې سرچينې هم پژواک ته وويل چې د قوماندان شاکر دواړه پښې پرې شوې دي.

هغه وايي چې د دې چاودنې تر څنګ له سهاره دغه روغتون ته لس ټپي سرتېري ور وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د هلمند مرکز په ګډون په يو شمېر ولسواليو کې له يوې اونۍ راهيسې چاڼيز عمليات روان دي.

په وروستيو دوو مياشتو کې په هلمند کې په دوامداره توګه د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې وشوې.

په دې جګړو کې وسله والو طالبانو د مرکز لښکرګاه د ځينو سيمو ترڅنګ يو شمير ولسوالۍ هم ونيولې.

هلمند له مرکز پرته ١٣ ولسوالۍ لري چې شپږ يې له وسله والو طالبانو سره دي او د ځينو يې يواځې مرکزونه له حکومت سره دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.