مهترلام (پژواک، ٢٩ ليندۍ ٩٥): چارواکي وايي چې په لغمان ولايت کې د يوې نښتې په ترڅ کې ١١ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د ليندۍ په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه يوه نيمه بجه وسله والو مخالفينو د دولت شاه ولسوالۍ اړوند د اولوکو د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې ډله ييز بريد کړى و.
هغه زياته کړه، د بريد پر مهال نور امنيتي ځواکونه هم د يادې پوستې مرستې ته ور ورسېدل او په رامنځته شوې نښته کې د يوه قوماندان په ګډون ٣ وسله وال مخالفين ووژل شول او اته نور ټپیان شوي دي.
ځواک وايي چې وژل شوى قوماندان عبدالودود نومېده او په ډېرو نا امنيو کې يې لاس درلود.
د والي وياند وويل، نښتې چې درې ساعته دوام وکړ چې په ترڅ کې يې يو سيمه ييز پوليس هم سطحي ټپي شوى او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي، خو د هغوى وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تېره شپه يې د قرغيو ولسوالۍ پر يوې پوستې بريد کړى او دولتي سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP