Language

قهرمان: هلمند کې وسله وال طالبان کمزوري شوي

لښکرګاه(پژواک،۳۰لیندۍ۹۵): د هلمند امنيتي چارواکي وايي چې وسله وال طالبان کمزوري شوي او ډيرې سيمې ترې امنيتي ځواکونو بيرته نيولې دي، خو طالبان بيا دغه څرګندونې رد وي.

دغه څرګندونې د هلمند د جګړې د مهار کولو اوپراتيفي مسوول عبدالجبار قهرمان د ليندۍ په٣٠مه د يوې خبرې غوڼډې پرمهال وکړې.

هغه وويل چې په تېرو ٤٨ ساعتونو کې امنيتي ځواکونو د لښکرګاه په ګډون په يو شمير ولسواليو کې ډيرې سيمې له طالبانو څخه نيولې دي.

قهرمان وايي چې په تېرو درېيو مياشتو کې د وسله والو طالبانو تر زرو ډير کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه چې په دې وروستيو کې طالبان کمزوري شوي او يواځې د ماينونو په خښولو بسنه کوي.

د قهرمان د معلوماتو له مخې، ځينې ګاونډيو هيوادونو د طالبانو يو شمېر مشران وربللي ترڅو په راتلوونکي کې د جګړې لپاره پلانونه جوړ کړي.

خو د دې هيوادونو نومونه يې په ډاګه نه کړل.

قهرمان دا هم وويل چې په دې وروستيو د مالي او ځينو نورو ستونزو له امله د وسله والو طالبانو په مشرانو کې اختلافات پيدا شوي دي.

خو وسله وال طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې د دوى مشران نه پاکستان ته تللي او نه هم د دوى په منځ اختلافات شته.

هغه وويل چې په دې وروستيو کې حکومت طالبانو ته نه، بلکې طالبانو حکومت ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

په وروستيو دوو مياشتو کې په هلمند کې په دوامداره توګه د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې وشوې.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.