ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوناما د روڼتيا او حساب ورکونې د پياوړتيا لپاره ورکشاپونه جوړوي

يوناما د روڼتيا او حساب ورکونې د پياوړتيا لپاره ورکشاپونه جوړوي

author avatar
20 Dec 2016 - 16:05
يوناما د روڼتيا او حساب ورکونې د پياوړتيا لپاره ورکشاپونه جوړوي
author avatar
20 Dec 2016 - 16:05

خوست ښار (پژواک،٣٠ليندۍ٩٥): يوناما وايي، د روڼتيا او حساب ورکونې لپاره په ولايتونو کې د لوړپوړو مامورينو د کاري وړتياوو لوړولو او عامو خلکو ته د خپل کار د روڼ حساب ورکولو په اړه ورکشاپونه جوړوي.

په سويل ختيځ کې د ياد دفتر وياند دلاورخان دلاور د خوست ولايت د ټولو ریيسانو او ولسوالانو لپاره د جوړ شوي ورکشاپ په څنډه کې پژواک خبرى اژانس ته وويل، که خلکو ته د دولتي ادارو معلومات ورسېږي، ښايي د اداري فساد په کمېدو کې مرسته وکړای شي.

هغه زياته کړه، له دې لارې غواړي، لومړی خلکو ته معلومات ورسوي او له هغه وروسته د قانون د تطبيق او په پای کې ښې حکومتوالۍ ته په خپله زمينه برابرېږي.

دلاور خان وويل: ((هدف مو دا دی چې خلک څنګه وکولای شي، معلوماتو ته لاسرسی ولري او معلوماتو ته لاسرسی بيا کولای شي، چې د حساب ورکولو اصل پياوړی کړي. په ټوليز ډول دا ښه حکومتوالي رامنځته کوي او ښه حکومتوالي بيا د دې لامل ګرځي چې خلکو ته ښه خدمات وړاندې کړي.))

ياد يو ورځني ورکشاپونه د يوناما په مالي ملاتړ او په افغانستان کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په نوم د يوې نادولتي شبکې له لوري پرمخ وړل کيږي.

د يادې شبکې مشر خان زمان امرخېل پژواک ته وويل، په دې ډول پروګرامونو سره به په دولتي ادارو کې د فساد کچه تر يوه بريده راټيټه کړای شي.

ده زياته کړه: ((مثلاً د عامه پوهاوي په اړه وايو، که خلک په دې برخه کې معلومات ونه لري، نو څنګه به په اګاهانه ډول فيصلې وکړي. معلوماتو ته لاسرسی هغه څه دي، چې موږ کولای شو د فساد کچه په کې راټيټه کړو. په لومړي قدم کې معلوماتو ته لاسرسی او په دويم ګام کې به عدالت غوښتنه کولای شو.))

د خوست يو قومي مشر داوود شاه مکين زوی پژواک ته وويل، که له دې ډول ورکشاپونو څخه پرځای ګټه واخيستل شي، نو اغېز به يې هم ډېر ژر تر سترګو شي.

دى وايي: ((موږ زياتره وخت له دې ډول ورکشاپونو څخه ښه ګټه نه ده اخيستې، ځکه د ورکشاپونو پرمهال خپل وخت په نورو موضوعاتو تېروو. زموږ هيله دا ده چې په هر ورکشاپ کې په دقيقو مسايلو باندې بحث وشي.))

په همدې حال کې د خوست د والي مرستيال شېر بادشاه ارګوني چې د رييسانو او ولسوالانو د وړتياوو لوړونې په ياد ورکشاپ کې يې ګډون درلود، په دولتي ادارو کې د اداري فساد يو لامل معلوماتو ته نه لاسرسی هم وباله.

هغه وايي: ((د افغانستان د اوسني نظام ١٥کال وتلي، دا دومره عمر نه دی چې ټولو مسايلو ته رسيده ګي وشي، خو کار شوی او لا هم کار ته اړتيا لرو چې ويې رغوو او ولس په اقتدار کې شريک شي.))

يوناما وايي، له دې وړاندې يې د پکتيا په مرکز ګردېز کې هم دا ډول پروګرام جوړ کړی و او دوی غواړي د هېواد نورو ولايتونو ته يې هم وغځوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.