کابل (پژواک د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٥): د ماليې وزير وايي، په روان ١٣٩٥ مالي کال کې د هېواد عوايد ١٦٥ ميليارد افغانيو ته رسېږي، چې دغه شمېر د پخوا په پرتله لوړوالى ښيي.
د ماليې وزير اکليل حکيمي، نن (د مرغومي لومړۍ نېټه) کابل کې د خبري ناستې پر مهال وويل، د حکومت د ژمنو پر بنسټ، اوس افغانستان پر ځان د بسياينې پر لوري روان دى.
هغه زياته کړه: "د ملي يووالي حکومت په رامنځته کېدو سره نړيوالې ټولنې او خلکو سره زموږ دا ژمنه وه، چې څرنګه د کورنيو امکاناتو له لارې خپلې عايداتي سرچينې په روڼ ډول راټولې کړو او پر ځان د بسياينې لوري ته ولاړ شو."
د ماليې وزير وويل، د ١٣٩٥ لمريز کال د عوايدو د راټولولو لپاره د پيسو د نړيوال صندوق له لوري ١٣٢ ميليارده افغانۍ ټاکل شوې وې، چې د مالي کال په پاى ته رسېدو سره د دغو عوايدو کچه ١٦٥ ميليارده افغانيو ته رسيږي، چې له يادې اندازې ٣٣ ميليارده زياتې افغانۍ راټولې شوې دي.
د حکومت ياد لوړپوړي چارواکي د دې خبرې په څرګندولو سره، که چېرې عوايد ١٣٢ ميليارده افغانۍ شوي وى، نو د پيسو نړيوال صندوق به د هڅونې لپاره ٧٠ ميليون ډالره هم ورکول، زياته کړه: "خو اوس ٣٣ ميليارده افغانۍ زيات عوايد راټول شوي، نو د هڅونې لپاره د پيسو کچه به هم زياتيږي."
هغه هيله څرګنده کړه، چې په دې کار سره به د هېواد په ملي بوديجه کې د نړيوال صندوق له لوري د هڅونې په موخه سل ميليون ډالره اضافه شي.
د مالي وزير نوي سيسټمونو، د فساد پر وړاندې مبارزې او اصلاحاتو ته په اشارې سره ژمنه وکړه، چې په راتلونکو کلونو کې به د هېواد عوايد زيات شي.
نوموړي وزير په داسې حال کې چې د تېر کال په پرتله سږ کال د بوديجې لګښت ښه وباله، وويل: "د ملي بوديجې د لګښت ٧٦ سلنه چې دواړه عادي او پراختيايي بوديجه په کې شامليږي، لګول شوې ده."
حکيمي په ګمرکونو کې د اصلاحاتو رامنځته کول د حکومت له ژمنو وبلل او زياته يې کړه، دوه کاله وړاندې د ګمرکونو عوايد ٩٩ ميليارده افغانۍ و، خو اوس دا عوايد ١٦٥ ميليارده افغانيو ته رسېدلي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP