مهترلام (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٥): د سولې عالي شورا مرستياله حبيبه سرابي وايي چې د اوسني ناورين د پای ته رسېدو او په هېواد کې د امن او ثبات لپاره مېرمنې بايد فعال رول ولوبوي.
نوموړې دغه څرګندونې د مرغومي په لومړۍ نېـټه، د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې د ختيځو ولايتونو په کچه د سولې او همغږۍ علمي او ملي کنفرانس ته وکړې.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل، په دغه کانفرانس کې چې د لغمان ولایت مقام او د ښځو چارو رياست په ګډو هلو ځلو جوړ شوی و، په کې د ښځو چارو وزارت د پالیسۍ او مسلکي چارو معينې سپوږمۍ وردګ، د کونړ ولايت د ښځو چارو رييسې اغلې سهیلا بابري، د ننګرهار د ښوونې او روزنې پوهنځي رييسې اغلې ذاکره بابکرخېل، د يوناما استازو او د ختيځ د څلورو ولایتونو یو شمېر ښځینه مدني فعالانو هم ګډون درلود.
د سولې عالي شورا مرستياله حبيبه سرابي يادې غونډې ته وويل، لغمان ته د دوی د راتګ يوازېنۍ موخه دا ده څو د لغمان او په ټوله کې د ختيځو ولايتونو مېرمنو ته دا ډاډ حاصل شي چې د دوی تر څنګ ولاړ دي.
هغې زياته کړه: ((غواړو چې مېرمنې دې ته وهڅوو، څو د سولې په پروسه کې خپل ځانونه شريک وګڼي او هغو مېرمنو ته چې له ښارونو لرې په کليو کې اوسېږي، د سولې پيغامونه انتقال کړو او هغوی په دې برخه کې د ګډ کار لپاره تشويق کړو.))
سرابي زياته کړه، مېرمنې له جنګه کرکه لري او تل د جنګونو قرباني ګرځېدلې دي، همدا لامل دى چې په مېرمنو کې د سولې روحيه ډېره پياوړې ده.
دې وويل: ((موږ ډاډه يو چې مېرمنې د اوسني ناورين د پای ته رسولو او په هېواد کې د امن او ثبات د راوستو په برخه کې فعال رول لوبولی شي.))
د لغمان ولايت مرستيال شهزاده مظلوميار په خپلو خبرو کې د مېرمنو له لوري د زون په کچه د سولې او همغږۍ علمي او ملي کنفرانس د سولې پروسې د چټکتیا او لا اغېزمنتوب په برخه کې یو مهم او پر ځای اقدام په ګوته کړ او د سولې او ثبات په راوستو کې یې د ښځو رول تر نورو اغېزمن ياد کړ.
د لغمان د ښځو چارو رييسې نسيمې شفيق سادات د سولې او امن په ارزښت او په دې برخه کې د زون په کچه د مېرمنو پر همغږۍ او ګډ کار د خبرو کولو تر څنګ پر مخالفو وسله والو غږ وکړ چې نور له جنګ جګړو لاس پر سر شي او د سولې لاره خپله کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP