ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د وسله والو ورانکارې کړنې ډېرې شوې دي

خوست کې د وسله والو ورانکارې کړنې ډېرې شوې دي

author avatar
22 Dec 2016 - 15:40
خوست کې د وسله والو ورانکارې کړنې ډېرې شوې دي
author avatar
22 Dec 2016 - 15:40

خوست ښار (پژواک، ٢ مرغومى ٩٥): د خوست امنيه قوماندان وايي چې په دغه ولايت کې د وسله والو مخالفينو ورانکاره کړنې د بل هر وخت په پرتله ډېرې شوې دي.

امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت دا څرګندونې نن (د مرغومي ۲مه) رسنيو ته د تېرې يوې اونۍ د لاسته راوړنو د بيانولو پر مهال وکړې.

نوموړي وويل چې د هوا په سړېدو سره د دولت وسله وال مخالفين د معمول په څېر خپل ټول پام هغو ولايتونو ته اړوي چې هوا يې د نورو هغو په نسبت يو څه ګرمه ده.

امنيه قوماندان فيض الله غيرت زياته کړه چې د دغه ولايت امنيتي ځواکونه هره اونۍ د خوست په مختلفو سيمو کې د وسله والو مخالفينو له لوري لسګونه کړۍ ځای پر ځای شوي ماينونه له منځه وړي.

هغه وايي: ((بايد ووايم چې د جنايي پېښو ګراف ټيټ دی، خو د وسله والو مخالفينو په تخريبي اعمالو کې زياتوالۍ شته چې ښه بېلګه يې همدا لسګونه ماينونه دي چې موږ په تېرو دوو اونيو کې خنثی کړي دي.))

قوماندان غيرت همدا ډول وويل چې امنيتي ځواکونه د يوه منظم پلان له مخې د دغه ولايت په ټولو سيمو کې وخت ناوخت تصفيوي عمليات ترسره کوي چې ښې پايلې لرلې دي.

هغه وايي: ((موږ ډېر جدي تدابير لرو او ټولو ساحو کې هره ورځ عمليات لرو، کله چې د کشفي اطلاعاتو پر بنسټ خبر شو او کومو ساحو کې مخالفين ځای پر ځای وي، د هغې لپاره يو پلان جوړو.))

د دې تر څنګ د خوست عام اوسېدونکي هم د امنيتي ځواکونو د وروستيو لاسته راوړنو خوښ دي.

د سيد مير خان په نوم د دغه ولايت يوه اوسېدونکي پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال وويل چې امنيتي ځواکونو د بيړنيو پېښو پر مهال د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ويلی دی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.