مزارشريف (پژواک، ٢ مرغومى ٩٥): د جرمني د دفاع وزيره، نن په ناڅاپي سفر د بلخ مرکز مزارشريف ته راغلې ده.
په بلخ کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو مطبوعاتي مسوول عبدالقهار ارام، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د جرمني دفاع وزيره "اورزلان وان ديرلاين"، نن په ناڅاپي سفر له غرمې مخکې مزارشريف ته راغله او دلته يې د غوڅ ملاتړ په مرکز کې د خپل هېواد له پوځيانو سره وکتل.
د هغه د معلوماتو په حواله، نوموړې د نوي زېږديز کال د رارسېدو په پلمه د خپل هېواد له سرتېرو سره د کتنې په موخه مزارشريف ته راغلې ده.
ده زياته کړه، د ٢٠٩ شاهين قول اردو قوماندان مومند کټوازي هم په دغه مرکز کې له يادې وزيرې سره کتلي دي.
د نوموړي په وينا، په دې کتنه کې د جرمني دفاع وزيرې له افغانستان سره په خپل ملاتړ ټينګار کړى دى.
هغې ويلي، دوى به افغان ځواکونه په روانه جګړه کې يواځې پرېنږدي او د اوږدمهال لپاره به د هغوى ملاتړ کوي.
د بلخ د سرپرست والي وياند منير فرهاد هم پژواک ته د يادې وزيرې د راتګ پخلى وکړ، خو ويې ويل چې په دې سفر کې د جرمني دفاع وزيرې له عطامحمد نور سره کتنه نه درلوده.
login or register a new account.