مزارشريف (پژواک، ۲ مرغومی ۹۵): د شمال زون رضاکارانو عام خلک د ټولنې د پرمختګ لپاره په رضاکارانه توګه د دولت په ملاتړ چارو ترسره کېدو ته وهڅول.
د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د مرغومي په ۲مه، د شمال زون د درې ولايتونو بلخ، جوزجان او سمنګان سلګونو رضاکارانو د رضاکارانو نړيواله ورځ ونمانځله.
په بلخ ولايت کې د شمال زون د دغو درې ولايتونو د رضاکارانو ټولنې مسوول نجيب الله يزدان پناه د يادې نمانځنې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرې لسيزې ولس د رضاکارانه چارو په ترسره کولو کې لټ شوی دی.
نوموړي زياته کړه چې د رضا کارانو د ورځې نمانځنې څخه يې موخه په هېواد کې دغه فرهنګ ته وده ورکول او خلکو ته د رضاکارانه چارو ارزښت ورښودل دي.
هغه وويل چې رضاکارانه چارې د هېواد د پراختيا په برخه کې د پام وړ پايلې لري او دغه ټولنه هڅه کوي ترڅو د عامه پوهاوي له لارې خلکو ته د رضاکارانه چارو ارزښت وښايي.
يزدان پنا که څه هم وويل چې دمګړۍ په جوزجان، سمنګان او بلخ ولايتونو کې لسګونه کسان په رضاکارانه چارو بوخت دي؛ خو د رضاکارانو پروړاندې يې امنيتي ستونزې هم جدي خنډ وباله.
بل پلو يو شمېر رضاکاران بيا دغې چارې ته د يو ټولنيز مسووليت په سترګه ګوري او له عامو خلکو څخه غوښتنه کوي چې په دې برخه کې سره بسيج شي.
رضاکار نوراغا پژواک سره په خبرو کې وويل چې موږ بايد په ټولنيزو چارو کې سره لاس ورکړو .
بل پلو د بلخ ولايتي شورا وکيل محمد ابراهيم خيرندېش پژواک سره په خبرو کې د هغو ادعاوو په اړه انديښنه څرګنده کړه چې ګواکې ځينې شخصي انجوګانې او يا دفترونه د رضاکارانو په نوم له خلکو پيسې اخلي.
نوموړي وويل چې دغه کار په رضاکارانو باندې بده اغېزه کوي او د هغوى ملي احساس وژني.
په بلخ کې د رضاکارانو ټولنې مسوول يزدان پناه وويل چې له دوی سره د شمال زون په درې ولايتونو جوزجان، بلخ او سمنګان کې ۱۳۶۷ رضاکاران ثبت دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP