ښرنه (پژواک، ٢ مرغومى ٩٥): په پکتيکا کې ملي امنيت د وسلو يو قاچاق وړونکی له ګڼو وسلو او نورو جنګي مهماتو سره نيولى دى.
په پکتيکا کې د ملي امنيت رياست يوې سرچينې د مرغومې په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت موظفينو د ارګون ولسوالۍ د سرخت په سيمه کې د فاضل په نوم د وسلو يو قاچاق وړونکى نيولى دى.
د سرچينې په حواله، له دغه کس څخه دوه ميله امريکايي راکټ، دوه کلاشينکوفونه، پنځه ميله تومانچې، دوربينونه، مخابرې، د ملي ځواکونو يونيفورمونه او د جګړې نور تجهيزات ترلاسه شوي دي.
د ملي امنيت دغه سرچينه وايي: ((دغه کس دغه وسلې له ګاونډي هېواد پاکستان څخه راوړې وې او غوښتل یې چې په دغه ولايت کې یې پر طالبانو و وېشي خو موخې ته له رسېدو وړاندې ونيول شو.))
د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکي سيد اکبر پژواک ته وويل چې د ملي امنيت ځواکونو په سرخت کلي کې عمليات کړي خو نور يې په اړه معلومات نه لري.
د افغان دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
پکتيکا د افغانستان د نا امنو ولايتونو له ډلې څخه دى چې له ګاونډي هېواد پاکستان سره اوږده کډه پوله لري.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP