Language

کندوز کې سوداګري په ټپه درېدلې ده

کندوز (پژواک، ٢ مرغومی ٩٥): د کندوز ځيني پانګه وال او ولايتي شورا د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې د نا امنيو او وسله والو مخالفينو فعاليتونو د پراخوالي له امله په دغه ولايت کې سوداګريز کارونه په ټپه درېدلې دي.

د کندوز ولايتي شورا مشر امرالدين ولي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په کندوز کې د نا امنيو له امله سوداګريز بهير له خنډ سره مخ شوى چې د دغه ولايت اوسېدونکو لپاره د اندېښنې وړ دى.

ولي زياته کړه: "کندوز ولايت کې وروستيو جګړو پر سوداګريز بهير کلک ګوزار کړى او سوداګري يې صفر ته رسولې ده او کومو کسانو چې غوښتل په دغه ولايت کې پانګونه وکړي، دا مهال پر دولت بې باوره شوي دي."

د ولايتي شورا غړي صفي الله امير هم د سوداګرۍ وضعيت پر خرابېدو د نيوکې تر څنګ وويل: "کندوز کې سوداګريزې راکړه ورکړه په ناوړه وضعيت کې ده او هغو سوداګرو چې په ټيته کچه کې پانګونې کړې دي، د کندوز اوسني وضعيت په اړه اندېښمن دي، ډېرو سوداګرو نورو ولايتونو کې کورونه نيولي، داسې نه چې د کندوز غمېزه بيا تکرار شي."

د کندوز يوه سوداګر ضياالحق وويل: "يو سوداګر هم دې ته زړه نه ښه کوي چې په دغه ناوړه امنيتي وضعيت کې کندوز کې پانګونه وکړي، امنيت په بشپړه توګه خراب شوى او هېڅ سوداګر دې ته حاضر نه دى چې د نا امنۍ له امله سوداګري وکړي."

د کندوز د سوداګرۍ او صنايعو خونې مسوولين له ياد ولايته د پانګه والو او سوداګرو له تېښتې خبر ورکړ او وايي چې د کندوز سقوط، د دغه ولايت د مرکز او ولسواليو شاوخوا سيمو کې د طالبانو شتون او له خصوصي سکتور او پانګوالو څخه نه ملاتړ، د دې لامل شوى څو سوداګر زړه تورن او پانګه له کندوزه بهر ووځي.

په کندوز کې د سوداګرۍ او صنايعو خونې د صادراتو مدير مسعود وحدت وويل چې له کندوزه د پانګې وتل، د کندوز اقتصاد ته جدي زيان اړولى دى.

وحدت زياته کړه: "په کندوز کې نږدې ٤٠٠ سوداګرو فعاليت درلود، د نا امنيو له امله يې خپلې پانګې نورو ولايتونو او له هېواده بهر لېږدولې دي؛ ځکه چې د کندوز امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ دى."

 د هېواد په شمال ختيځ کې د سپين زر ٨٠٨ زون قوماندان لوى پاسوال شېر عزيز کامه وال وويل چې د وسله والو مخالفينو پروپاګند؛ د پانګه والو او سوداګرو د روحيې د کمزورتیا لامل شوى دى.

نوموړي زياته کړه: "امنيتي ځواکونه د پانګه والو امنيت خونديتوب ته چمتو دي او موږ ډاډ ورکوو چې امنيتي وضعيت سم دى او هېڅ راز امنيتي ستونزه نشته."

کندوز د هېواد له شمال ختيځو ولايتونو څخه دى چې د شېر خان سوداګريز بندر هم په دغه ولايت کې موقعيت لري، سوداګر خپل سوداګريز توکي له دغه ولايت څخه تاجکستان او له مرکزي اسيا څخه افغانستان ته صادر او واردوي.

login or register a new account.

Related Topics