Language

ازره ولسوالي د نشه يي توکو د قاچاق پر لويې لارې بدله شوې

پل علم(پژواک،٣مرغومی۹۵): د لوګر سيمه ييز چارواکي وايي چې د ازرې ولسوالۍ لويه لار د نشه يي توکو د قاچاق پر لويې لارې بدله شوې، چې له امله يې په دې ولسوالۍ کې امنيتي ستونزې ډيرې شوې دي.

د لوګر د ازرې ولسوال حميدالله حميد د مرغومي درېيمه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې له تېرو څو کلونو راهيسې ددې ولسوالۍ لار د نشه يي توکو د قاچاق پر لويې لارې بدله شوې ده.

هغه زياته کړه: (( قاچاق وړونکي د افغان دولت وسله والو مخالفينو ته امتياز ورکوي او هره ورځ خپل مالونه په دې لاره له کوم ډار پرته تېروي او نورو ولايتونو ته يې انتقالوي.))

د حميد په وينا، د افغان دولت وسله وال مخالفين د دې لپاره چې قاچاق وړونکي په اسانه وکولاى شي، نشه يي توکي قاچاق کړي، سيمه ورته نا امنه کوي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د نشه يي توکو دغه قاچاق وړونکي، نشه يې توکي له  کونړ، لغمان، نورستان، بدخشان او ننګرهار ولايتونو څخه د ازرې ولسوالۍ پر لار غزني او بيا له هغه ځايه يې د ايران هيواد پولو ته رسوي.

ولسوال وايي چې په ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو د کمښت له امله نشي کولاى چې په اسانۍ سره د نشه يي توکو د قاچاق مخه ډب کړي.

هغه زياته کړه: (( ډير وخت ما ته احوال راځي، خو پرسونل کم دى مخه يې نشو نيولى، په دې مسله ولايت هم خبر دى.))

ده ټينګار وکړ چې په ازرې ولسوالۍ کې بايد د نشه يي توکو د قاچاق مخه ونيول شي، ترڅو په دې ولسوالۍ کې امنيت ټينګښټ ومومي.

دغه راز د لوګر د ولايتي شورا غړي عبدالولي وکيل هم ياده موضوع تاييد کړه او ويې ويل چې د نشه يي توکو د قاچاق له امله دغه ولسوالۍ نا امنه شوې ده.

وکیل وایي چې وسله وال طالبان هر کال د نشه یي توکو د قاچاق په بدل کې تر سلو میلونو افغانیو ډيرې پېسې ترلاسه کوي چې  دا پیسې د هغوی د ژوند او جګړی د تمویل لویه برخه جوړوي.

هغه وايي چې د همدې پيسو له امله د طالبانو يو شمېر مشرانو په پاکستان کې ښکلي کورونه جوړ کړي دي.

هغه ټينګار وکړ چې اړوندې ادارې بايد ددې ستونزې مخه ونيسي، ځکه په ازرې کې نا امني پر ټول ولايت بدې اغيزې ښندي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.