غزني ښار (پژواک، ٤ مرغومى ٩٥): د غزني د ده يک ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د ګڼو نورو ستونزو تر څنګ د ولسوال په ګډون ډېری نور دولتي مسوولين خپلو دندو ته نه حاضرېږي.
د ده يک د رباط سيمې اوسېدونکي حاجي لعل خان د مرغومي په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو ١٤ کلونو کې د دې ولسوالۍ لپاره هېڅ کار نه دى شوې.
هغه د بېلګې په توګه وويل چې په دې ولسوالۍ کې د پوهنې، روغتيا، کرنې، رغونې او نورو برخو ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.
ده زياته کړه: ((په تېرو اتو کلونو کې هېڅ والي دې ولسوالۍ ته سفر نه دى کړى، څو د خلکو مشکلات له نږدې وګوري.))
ده وويل چې له امنيه قوماندان پرته د ولسوال په ګډون درې دولتي چارواکي خپلو دندو نه حاضرېږي او له امله یې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د دې ولسوالۍ د پايلوچ سيمې اوسېدونکي عزت الله پژواک ته وويل چې په ورځو ورځو مسوولين په ولسوالۍ کې نه وي.
هغه وايي: ((کله چې مو ولسوالۍ کې کار وي، ورشو خو په ورځو ورځو نه ولسوال وي نه يې معاون وي او نه يې هم نور کار کوونکي وي.))
ده وويل چې په تېرو ١٤کلونو کې دې ولسوالۍ ته داسې ولسوال نه دی معرفي شوی چې د خلکو په منځ کې وي او د خلکو له ستونزو خبر وي.
د همدې ولسوالۍ د ده يک کلي اوسېدونکي نعيم الله هم دغه ستونزې ياده کړې او ويې ويل چې د دې ولسوالۍ ډېر او خلک تذکرې نه لري.
ده وويل: ((ولسوالۍ کې څوک نشته چې ورشي نو څوک به تذکره کړي.))
نعيم الله وايي چې په تېرو څو کلونو کې د دې ولسوالۍ له خلکو سره مرستې هم نه دې شوې او که کومه مرسته راغلې نو هغه هم چارواکو په خپلو منځو وېشلې ده.
زياته کړه: ((زه مطمین یم چې داسې خلک شته تر اوسه پورې په دې نده ي خبر چې والي څوک دى او ولسوال څوک دى او نه په دې سیمه کې خلکو ته کار شوى دى.))
login or register a new account.