پل علم (پژواک، ٤ مرغومى ٩٥): د لوګر په مرکز پل علم کې يوه ښځه په مرموز ډول وژل شوې او پوليسو يې خاوند د وژنې په تور نيولى دى.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال محمد جان عابد د مرغومي په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه پوليسو د مرکز اړوند په کلنګار سيمه کې د يوې ښځې مړی موندلى دى.
هغه وايي: ((دغه ٢٥ کلنه ښځه همدا تېره شپه د چره يي ټوپک پر ډز وژل شوې ده.))
عابد وايي چې پوليسو د يادې مېرمنې خاوند د هغې د وژنې په تور نيولى خو تر اوسه يې اعتراف نه دى کړى.
ده وويل: ((خاوند يې وايي چې ښځې یې خپله ځان ويشتلى دى او لامل يې هم معلوم نه دى.))
د عابد د معلوماتو له مخې، پوليس سيمې ته ورغلي او د وژنې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
دغه راز د کلنګار سيمې اوسېدونکي عزيزالله هم ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې د دوى د کلي يوه ښځه وژل شوې ده.
هغه وايي: ((دغه کس فرهاد نومېږي، دوه واړه بچيان هم لري خو د ښځې د وژل کېدو په اړه يې زه ډېر معلومات نه لرم.))
لوګر د افغانستان د هغو ولايتونو له ډلې څخه دى چې دغه ډول پېښې په کې ډېرې کمې رامنځته کېږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP