Language

د خرو زر پوستکي ونيول شول

کندوز ښار (پژواک، ٥ مرغومى ٩٥): د کندوز امنيتي مسوولين وايي، په يوه موټر کې بار د خرو زر پوستکي يې نيولي دي.

د کندوز د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال معصوم هاشمي، پژواک خبري اژانس ته وويل، نن سهار پوليس او څارنوالو يوه هينو موټر د کابل بندر دروازه کې نيولى، چې په کې د خرو زر پوستکي بار شوي وو.

ده زياته کړه، په دې اړه د موټر چلوونکى، کلينر او يو بل تن چې د موټرو د يوې نمايندګۍ استازى و، نيولي دي.

د هغه په وينا، دا پوستکي له مزارشريف ښار څخه بار شوي وو او دلته کندوز ښار ته راوړل کېدل.

دى وايي، د دې پوستکو په اړه يې پلټنې او څېړنې پيل کړې دي.

د هينو موټر چلوونکي چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل چې له دې وړاندې يې هم يو ځل د يادې نمايندګۍ پوستکي له مزاره څخه کندوز ته راوړي دي، خو په دې نه پوهېده چې دا به د خره پوستکي وي.

دا په داسې حال کې ده چې پوليسو، څو ځلې ځينې داسې کسان په څو ولايتونو کې نيولي، چې په بې خبرۍ کې به يې په خلکو د خرو خوښې پلورلې.

login or register a new account.