Language

د پکتيکا له پوهنتون سره د زرګونو کتابونو مرسته وشوه

ښرنه (پژواک ٥ مرغومى ٩٥): د پکتيکا د مدني ټولنې غړو د يوه کمپاين له لارې راټول کړي ٧٠٠٠ کتابونه د دې ولايت پوهنتون ته وسپارل.

د پوهنتون په انګړ کې په جوړو شويو مراسمو کې د دې کتابونو د راټولونې د کمپاين مرستيال او مدني فعال برات خان وويل، دوی د پکتيکا له دولتي چارواکو، د سيمې له ځوانانو او د هېواد له بېلا بېلو سوداګرو څخه د درې مياشتو په موده کې اوه زره ټوکه بېلا بېل کتابونه راټول کړل او نن يې د پوهنتون ادارې ته وسپارل.

هغه زياته کړه، د پکتيکا پوهنتون تش په نوم کتابتون درلود، خو د مطالعې لپاره يې کتابونه نه درلودل، چې له همدې امله دوی د دې کتابتون د بډاينې لپاره د کتاب راټولولو کمپاين پيل کړ.

د پکتيکا والي الياس وحدت په دې اړه له پژواک اژانس سره په خبرو کې د ځوانانو ياد ګام وستايه او ويې ويل، دغو ځوانانو زرګونو کسانو ته د کتاب راټولونې او کتاب لوستنې فکر ورکړ.

د پکتيا پوهنتون مشر پوهنيار دريخان هڅاند له ياده ځوانانو څخه په مننې کولو سره وويل، چې په دې کتابونو سره به د پوهنتون کتابتون نور هم بډاى شي.

د هغه په خبره، تردې وړاندې هم يوه سوداګر له کتابتون سره درې زره ټوکه کتابونو مرسته کړې وه.

د دې کمپاين يوه بل غړي او مدني فعال عبدالحق فقيرزاده پژواک ته وويل، دپخوا په پرتله د پکتيکا ولسونه له کتاب او قلم سره زياته مينه لري، چې ښه بېلګه يې د کتابونو د راټولولو په کمپاين کې د هغوى مرسته او همکاري وه.

د ده په وينا، دوی په پلان کې لري، چې د کتاب راټولولو ترڅنګ په دې ولايت کې د کتاب لوستلو ته هم خلک وهڅوي او په دې اړه يو بل اوږدمهال کمپاين تر سره کړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.