غزني (پژواک، ٦ مرغومى ٩٥): د غزني امنيتي چارواکي وايي چې له امنيتي ځواکونو سره په جګړه کې د طالبانو د مشهور قوماندان ملا فيروز په ګډون ١٥ طالبان وژل شوي دي.
دغه څرګندونې د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د مرغومي په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وکړې.
هغه وويل چې نن سهار د اب بند ولسوالۍ په سپين بند سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته رامنځته شوه.
هغه وايي چې په دې نښته کې د طالبانو مشهور قوماندان ملا فيروز او ١٥ نور طالبان وژل شوي دي.
امرخېل وايي چې په نښته کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو د پنځو طالبانو مړي په سيمه کې پاتې دي.
د اب بند ولسوالۍ د سپين بند سيمې اوسېدونکي احمدالله پژواک ته وويل چې نن سهار وختي د دوی په سيمه کې د سپکو او درنو وسلو د ډزو غږ اورېدل کېده.
هغه وويل چې په دې اړه نور جزئيات نه لري.
خو د کورنيو چارو وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په اب بند ولسوالۍ کې د ملا فيروز په ګډون پنځه طالبان وژل شوي دي.
خبرپاڼه زياتوي چې په دې جګړه کې ٩ طالبان ټپيان شوي هم دي او د ملا فيروز په ګډون د درېيو طالبانو مړي له پوليسو سره دي.
سرچينه وايي چې ملا فيروز د طالبانو له مشهورو قوماندانانو څخه و چې د کندوز د جګړې مشري يې هم پر غاړه درلوده.
د خبرپاڼې له مخې، له يادو طالبانو څخه دوه ميله راکټ، دوه ميله پيکا او يو موټر هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.