Language

د هلمند د کار او ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو ریاست پر فساد تورن شو

لښکرګاه (پژواک، ٧ مرغومی ۹۵): د کار او ټولنيزو چارو وزيره وايي، د هلمند د کار او ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو په رياست کې فساد شتون لري چې له امله يې مستحقينو ته حقوق نه رسېږي.

دغه څرګندونې د کار او ټولنيزو چارو وزيرې نسرين اورياخېل د مرغومي په ٧مه د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د يوې خبرې غوڼډې پر مهال وکړې.

هغې وويل چې په هلمند کې يې د کار او ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رياست ته امکانات ورکړي خو په دې اداره کې فساد شتون لري.

هغې زياته کړه: ((د همدغه فساد له امله مسحقينو ته د هغوی حق نه رسېږي، ډېرې کتابچې همدا اوس ورکې دي، پيسې په سمه توګه نه توزيع کېږي.))

د اورياخېل په وينا، سره له دې چې بانکي حسابونه هم جوړ شوي خو د معلولينو پر ځاى پيسې روغ کسان اخلي.

دې وويل: ((موږ اوس پوه شوي يو چې بانکي حسابونه هم د فساد مخه نه شي نيولى پلان مو جوړ کړى چې ټول معلولين بايومټريک کړو او تر هغه وروسته ورته کتابچې جوړې کړو.))

اورياخېل وويل چې د يو پلان له مخې به په دغه ولايت کې د معلولينو او شهيدانو د کورنيو مهمې ستونزې هوارې کړي.

دغه راز په دې غونډه کې د هلمند د ولايتي شورا رييس کريم خان اتل وويل چې په دغه ولايت کې د حقوقو د ترلاسه کولو په برخه کې معلولين او د شهيدانو کورنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

ده له وزيرې غوښتنه وکړه چې په اړوند برخه کې ټولې ستونزې هوارې کړي څو خلک پر حکومت باور وکړي.

خو د هلمند د کار ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو چارو رييس صديق الله خالقي وويل چې دې ادارې ته نوى ورغلى او د فساد په تور يې يو شمېر کسان څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.

هغه په دې برخه کې نور جزئيات وړاندې نه کړل.

خالقي هم د يو شمېر جعلي کتابچو پخلى وکړ او زياته یې کړه چې يو شمېر په اداري فساد ککړ کسان تښتېدلي دي.

login or register a new account.

Related Topics