Language

پکتیکا کې ځینې ټولګټې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

ښرنه (پژواک، ٧ مرغومى ٩٥): د پکتيکا په خيرکوټ ولسوالۍ کې د ځینو ټولګټو پروژو په بشپړېدو سره سلګونه کورنۍ له بېلابېلو اسانتیاوو برخمنې شوې.

د پکتيکا د کليو پراختيا رييس نجيب الله جاهد د مرغومي ٧مه د دغو پروژو د پرانيستې په غونډه کې وويل چې په دې پروژو کې د څښاک اوبو زېرمې، ژورې څاګانې او د يو سړک جغل اچونه شامل وو.

هغه وايي چې پر دې پروژو ١٩ ميليونه افغانۍ لګول شوې او چارې يې د يو کال په موده بشپړې شوې دي.

دغه راز په دې غونډه کې د پکتيکا والي محمد الياس وحدت وويل چې سلګونه کورنۍ به له يادو پروژو څخه ګټه پورته کړي.

ده وويل چې تر دې وړاندې د خيرکوټ ولسوالۍ د سې ګانې د سيمې اوسېدونکو د اوبو او سړک په برخه کې ډېرې ستونزې درلودې خو اوس به يې ستونزې هوارې شي.

د خيرکوټ ولسوالۍ د سې ګانې سيمې اوسېدونکي نصيب الله پژواک ته وويل چې د کليو د پراختيا رياست له لوري په دې سيمه کې بېلابېلې پروژې پلې شوې دي.

هغه زياته کړه: ((موږ پخوا پاکو اوبو ته لاسرسى نه درلود، خو اوس راته ١٥ څاګانې جوړې شوې او دغه ستونزه مو حل شوه.))

د دې سيمې يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

خيرکوټ د پکتيکا له لرو پرتو او نا امنو ولسواليو له ډلې څخه ده.

 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.