Language

د مخکنیو چارواکو فساد د پکتیا د پوهنې ریاست چارې ټکنۍ کړې

ګردېز (پژواک، ٨ مرغومى ٩٥): د پکتيا د پوهنې رياست چارواکي وايي چې د دې ادارې د پخوانيو چارواکو د فساد له امله چارې ټکنۍ او له ستونزو سره مخ دي.

دغه مطلب د پکتيا د پوهنې رييس لقمان حکيم حکيم د مرغومي په ٨مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې په ډاګه کړ.

هغه د بېلګې په توګه وويل چې شاوخوا ۹۰زره ټوکه درسي هغه کتابونه يې پيدا کړي چې بايد ښوونځيو ته ورکړل شوي وای خو پخوانيو چارواکو چا ته نه دي ورکړي.

دی وايي، دغه کتابونه د عبدالحي ګردېزي په لېسه کې په دوو کانټينرونو کې ځای پر ځای شوي وو او اوس یې پيدا کړي دي.

نوموړی وايي چې زرګونه کيلوګرامه مرسته شوې خرما، د زده کوونکو لپاره درمل، کمپوټر، مېزونه او چوکۍ هم پټ ساتل شوي وو.

لقمان وايي، د مخکنیو چارواکو دې کړنې د خلکو او پوهنې تر منځ فاصله پيدا کړې او خلک يې نا راضه کړي وو.

حکيم په ياده برخه کې د چا نوم ياد نه کړ خو تر دې وړاندې مهتاب الدين او محراب الدين شفق د پکتيا د پوهنې د رييسانو په توګه دندې ترسره کړې دي او شفق دا مهال په کابل کې د پوهنې په وزارت کې دنده لري.

حکيم چې شاوخوا لس مياشتې وړاندې د پکتيا د پوهنې د رييس په توګه وټاکل شو، وايي چې د پوهنې رياست په چوکاټ کې چې کوم کار کوونکي تغيير او تبديل کړي نو سم د لاسه پرې له کابل څخه د بېلابېلو خلکو واسطې کوي او ګواښ ورته کوي.

د پکتيا د پوهنې رييس زياتوي چې پر دې ستونزو سربېره يو لړ لاس ته راوړنې هم لري.

ده هغه په وينا چې په تېر يوه کال کې يې د چټکو زده کړو ۶۰ خيالي ټولګي تړلي، ۷۶۰ خالي بستونه يې تړلي او ۲۲زره خيالي زده کوونکي يې هم لرې کړي دي.

په دې غونډه کې د پکتيا ولايتي شورا غړی ممتاز کرخېل هم د پوهنې رياست دننه دغه ستونزې مني او وايي چې د دغه رياست پخواني چارواکي دې محکمه شي.

دی وايي، د پکتيا د پوهنې په رياست کې له پخوا څخه ډېرې لاسوهنې او واسطې روانې وې چې پر زده کړو يې خورا منفي اثر کړی دی.

login or register a new account.