لښکرګاه (پژواک، ۸ مرغومی۹۵): په هلمند کې چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د هلمند- کندهار پر لویه لار کې څو پولګوټي پر بمونو الوځولي چې له امله يې دغه لار د خلکو پر مخ تړل شوې ده.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د مرغومي په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وړمه شپه وسله والو طالبانو په دې لاره کې شپږ ځايه پولګوټي پر بمونو الوځولي دي.
ده زياته کړه، له يادو شپږو پولګوټو څخه درې يې بېرته جوړ شوي او د درېيو نورو د جوړولو لپاره هلې ځلې روانې دي.
د هغه په وينا، د همدې ستونزې د پيدا کېدو له امله له تېرو دوو ورځو راهيسې دغه لار د خلکو پر مخ تړل شوې ده.
ځواک وايي: ((موږ کوښښ کوو چې په دوو ورځو کې د دې لارې د خلاصېدو امنيتي او نورې ستونزې هوارې کړو.))
دى زياتوي، د يادې لارې په اوږدو کې امنيتي ځواکونو عمليات هم روان دي چې په ترڅ کې يې ګڼو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه د وسله والو مخالفينو د مرګ ژوبلې کره شمېره په ګوته نه کړه، خو زياته یې کړه چې د دغو عملياتو په ترڅ کې يو د ملي اردو سرتېرى وژل شوى او يو بل پوليس ټپى دى.
دغه راز په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو مطبوعاتي دفتر مرستيال تورن احمد شکيل تسل هم پژواک ته وويل چې د هلمند- کندهار لويه لار د خلکو پر مخ تړل شوې ده.
هغه زياته کړه: ((يواځې يو لوى پول پاتې دى، موږ د فوايد عامې رياست ته په تمه يو چې راشي او دغه پول هم جوړ کړي، نور د خلکو مشکل حل دى.))
د هلمند د ترانسپورت رياست مرستيال سيد حشمت الله علمي پژواک ته وويل چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې د هلمند- کندهار لويه لار د خلکو پر مخ تړل شوې ده.
هغه وايي: ((بېګا له هرات او کابل څخه ١٨ لوى مسافر وړونکي موټر اول ګرشک او له هغه ځايه بيا په خرابو لارو لښکرګاه ته راغلي دي، خو اصلي لاره بنده ده.))
د غني په نوم يوه ټکسي چلوونکي پژواک ته وويل: ((د هلمند- کندهار پر لاره تګ اوس ډېر مشکل دى، نه په کې امنيت شته او نه يې هم لاره جوړه ده.))
ده له طالبانو غوښتنه وکړه چې دغه لار د خلکو پر مخ پرانيزي؛ ځکه امنيتي خلک خپله چاره کولاى شي او عام خلک په مشکل کې دي.
خو د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې د هلمند- کندهار لويه لار دوى يواځې د امنيتي ځواکونو پر مخ تړلې ده.
هغه وايي، عام خلک کولاى شي په ارامه زړه په دې لاره تګ او راتګ وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم ياده لار څو ځلې د وسله والو طالبانو له لوري د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP