مهترلام (پژواک، ٨ مرغومى ٩٥): چارواکي وايي، په لغمان کې به ٢٥ نرسانې چې زده يې کړې بشپړې شوې، په ولسواليو کې پر دندو وګومارل شي او په دې سره به له دې اړخه د خلکو روغتيايي ستونزې هوارې شي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د مرغومي په ٨ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغو ۲۵ ښخينه نرسانو له تېرو دوو کلونو راهيسې د نرسنګ خدمتونو په برخه کې زده کړې کړې وې.
هغه زياته کړه، د نرسانو د روزنې دغه پروژه د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له لوري تطبيق شوې، چې شل ميليونه افغانۍ لګښت پرې راغلی او د افغانستان لپاره د سويډن کمېټې له بوديجې يې مالي ملاتړ شوی دی.
ځواک وايي، دغه ۲۵ نرسانې چې زياتره يې د لرو پرتو سيمو دي، له دې وروسته به د مرکز په ګډون د دغه ولايت د پنځو ولسواليو د لرو پرتو سيمو په روغتيايي مرکزونو کې دندې پيل کړي.
د لغمان ولايت مرستيال شهزاده مظلوميار د نرسانو له کورنيو مننه وکړه چې خپلو اولادونو ته يې د نرسنګ د زده کړې چانس ورکړ.
د هغه په وينا، په دې وروستيو کې دغه ولايت ته د کډوالو راتګ هم چټک شوی او د غربي نورستان د درېيو ولسواليو د خلکو لپاره هم په دغه ولايت کې روغتيايي خدمات وړاندې کېږي؛ ځکه نو دوى ډېرو روغتيايي کار کوونکو ته اړتيا لري.
د لغمان د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبداللطيف قيومي وويل، په لرو پرتو سيمو د دغو نرسانو به ګومارلو سره به په دغو سيمو کې د خلکو شته روغتيايي ستونزې کمې شي.
د دولت شاه ولسوالۍ اوسېدونکې مريم چې له دې روزنيز پروګرام څخه فارغه شوې، له حکومت او سويډن کمېټې څخه مننه وکړه چې دوى ته يې د روزنې زمينه برابره کړه.
هغې ژمنه وکړه، چمتو ده، څو په لرو پرتو سيمو کې د خپل ولس د خدمت لپاره ورسپارل کېدونکې دنده په رښتينولۍ ترسره کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP