Language

لوګر کې د ټرافيکي پېښې له امله څلور کسان مړه او لس ټپيان شوي

پل علم (پژواک ٩ مرغومى ٩٥): د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې په ټرافيکي پېښه کې د ملي اردو د يوه بريدمل په ګډون څلور کسان وژل شوي او لس نور ټپيان شوي دي.

د محمداغې ولسوال نصيراحمد امين د دې پېښې د منلو ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وويل، نن له غرمې وړاندې شاوخوا ١١ بجې، د ملي اردو يوه رينجر موټر له دوه موټرو سره د يادې ولسوالۍ په زاهد کلي کې ټکر وکړ.

هغه وايي، د پېښې له امله د يوه بريدمل او يوې ښځې په ګډون څلور کسان وژل شوي او د ملي پوځ د درېيو سرتېرو په ګډون لس کسان ټپيان شوي دي.

هغه وايي، د ملي پوځ دغه رينجر موټر له ګردېز ښار څخه د کابل پر لوري روان و، چې د لارې په اوږدو کې يې له يوې کرولا او سراچه موټرونو سره ټکر وکړ.

د هغه په وينا، دغه پېښه د رينجر موټر د ډېر ګړنديتوب له امله رامنځته شوې ده.

هغه وويل، د پېښې ټپيان د کابل د چهاراسياب ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي او د هغوى له جملې يې د دوو ټپيانو وضعيت نازک دى.

دا په داسې حال کې ده، چې په ياده ولسوالۍ کې يوه مياشت وړاندې هم د ټرافيکې پېښې له امله درې کسان ټپيان او څلور نور وژل مړه شوي و.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.