ښرنه (پژواک ٩ مرغومى ٩٥): د پکتيکا د مرکز او د ولسواليو له څلورو ښوونځيو څخه د لومړي ځل لپاره پنځوس نجونې فارغې شوې.
په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې د پکتيکا والي الياس وحدت وويل، د دې ولايت د ولسونو ذهنونه اوس دې ته چمتو شوي دي چې د نارينه اولادونو ترڅنګ په خپلو لوڼو هم زده کړې وکړي.
نوموړي د دې نجونو په فراغت خوښي وښوده، خو زياته يې کړه، لا هم د پکتيکا د ښوونيز بهير په وړاندې ډېرې ستونزې شته، لکه د ځينو ښوونځيو بندېدل او د ځينو نورو لپاره د ودانيو نه شتون.
والي په دې اړه له مرکزي حکومته د مرستې غوښتنه وکړه.
د پکتيکا ولايت سرپرست رييس محمد نسيم واجد وويل، د پکتيکا په مرکز او ځينو ولسواليو کې په زرګونو نجونې زده کړې کوي، چې له دې ډلې يې پنځوس تنو نن د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
يادو نجونو ژمنه وکړه، چې دوى به په دې زده کړو بسنه نه کوي، بلکې هڅه کوي چې د کانکور په ازموينه کې ګډون وکړي او لوړې زدې کړې هم وکړي.
خو هغوى غوښتنه وکړه، چې دولت دې په خپل ولايت کې ورته د لوړو زده کړو زمينه برابره کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP