Language

خوست کې د ۶۲ میلیونه افغانیو په لګښت د کرکټ لوبغالی جوړ شو

خوست (پژواک، ١٠ مرغومى ٩٥): د خوست په مرکز کې د ٦٢ ميليونه افغانيو په مالي لګښت د کرکټ لوبغالى جوړ او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

په دې اړه نیول شوو مراسمو چې زرګونو کسانو په کې ګډون کړى و، د خوست والي حکم خان حبيبي وويل چې دغه لوبغالى په ٢٥ جريبه ځمکه کې د يونيم کال په موده کې جوړ شوى دى.

ده زياته کړه، پر دغه ميدان ٦٢ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى چې د المان هېواد له خوا ورکړل شوى دى.

د هغه په وينا، په لوبغالي کې په يو وخت کې پنځه زره کسان ځايېږي، خو غوښتنه يې دا ده چې نه يواځې دا چې دا لوبغالى پراخ شي، بلکې د موټرو تمځاى او جومات يې جوړ او نورې اړينې اسانتياوې ورته برابرې شي.

والي وايي، نن په دغه ميدان کې د خلکو راټولېدل، د دې څرګندونه کوي چې په خوست کې امنيت ټينګ دى، خلک يې له جنګه ستړي شوي او د دايمې سوکالۍ په لټه کې دي.

د کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل بيا په دې غونډه کې ژمنه وکړه چې کوښښ به وکړي چې دغه لوبغالى پراخ کړي.

د ده په خبره، د لوبغاړو لپاره به ځينې اسانتياوې هم برابرې کړي.

د دغه لوبغالي تر پرانيستې وروسته، د ملي لوبډلې او همدارنګه د ١٩ کلونو لوبډلې تر منځ ګډه يوه ورځنۍ سيالي ترسره شوه.

د پژواک خبريال وايي، د دغه لوبغالي پرانيستې او د لوبې نندارې ته په زرګونو کسان ور غلي چې ځيني يې دننه په ميدان کې دي او ځينې د باندې ولاړ دي.

login or register a new account.