Language

د دفاع وزارت: په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٦٠ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل (پژواک، ١٠ مرغومى ٩٥): د ملي دفاع وزارت وايي، افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو په تېرو ٢٤ ساعتونو کې لږ تر لږه ٦٠ وسله والو مخالفينو ته په عملیاتو کې مرګ ژوبله اړولې ده.

د دغه وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په عملياتو کې ٣٤ مخالفين وژل شوي او ٢٦ نور ټپيان دي.

سرچينه کاږي، دغه عمليات د ننګرهار، لوګر، غزني، زابل، کندهار، اروزګان، هرات، فراه، فارياب، کندوز او هلمند ولايتونو کې ترسره شوي او مخالفينو ته په کې ياده مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.