کندهار (پژواک ١٠ مرغومى ٩٥): په کندهار ښار کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله یو ملکي وګړی وژل شوى او دوه نور ټپیان دي.
پښه تېره شپه اووه نیمې بجې د کندهار ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د ترنک پول په ساحه کې رامنځته شوې ده.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلوک د مرغومي په ۱۰مه پژواک خبري اژانس ته وویل، د ملکي خلکو پر موټر تېره شپه هغه مهال د سړک د غاړې ماین وچاودېد چې ښار ته پر لاره و.
ده زیاته کړه، په دې پېښه کې يو ملکي وګړی وژل شوی او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
دی وايي، ټپیان د پولیسو په مرسته د کندهار ښار ميرویس روغتون ته رسول شوي چې ټپونه یې ژور وو.
خپلواک یادونه وکړه چې ماین د وسله والو مخالفینو له خوا ځای پر ځای شوی و.
د یوه بل خبر له مخې، په کندهار ښار کې د ملي امنیت یو کارکوونکی په غلچکي برید کې وژل شوی دی.
دغه پېښه تېره ورځ له غرمې مخکې د کندهار ښار د ۱۲مې امنیتي حوزې په ساحه کې رامنځته شوې ده.
صمیم خپلواک وايي، د ملي امنیت پر دغه کار کوونکي د مخ پټو وسله والو له خوا هغه مهال ډزې شوې چې غوښتل یې خپلې دندې ته ولاړ شي.
ده وویل، د ملي امنیت کار کوونکی ځای پر ځای وژل شوی او برید کوونکي تښتېدلي دي.
د نوموړي په وینا، پولیسو د پېښې څېړنه او د برید کوونکو لټون پیل کړی دی.
login or register a new account.