جلال اباد (پژواک، ۱۱ مرغومی ۹۵) : چارواکي وايي، ننګرهار کې دوه هغه انسان تښتوونکي نيول شوي چې د سرحدي پوليسو له يونيفورم څخه يې ګټه اخيسته.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د مرغومي په ۱۱مه د ولايت د رسنيو دفتر کې د يو مطبوعاتي کنفرانس پرمهال وويل چې د ملي امنيت منسوبينو دوه تنه هغه انسان تښتوونکي چې د سرحدي پوليسو له يونيفورم څخه يې ګټه اخيسته نيولي دي.
هغه زياته کړه، له نيول شويو کسانو سره يو هايلکس موټر او يو ميل وسله هم نيول شوې او په خپلو کړنو يې اعتراف کړی دی.
دی وايي، نيول شوو کسانو کې يو يې د دغې ډلې مشر او بل يې غړی دی، چې هم يې له دولتي يونيفورم او هم يې د هغوی له نوم څخه استفاده کوله.
خوږياڼي زياته کړه : ((دوی به خلکو ته ويل، چې موږ د سرحدي پوليسو او ملي امنيت د همغږۍ غړي يو، اختطافونه يې کول، چيک پاينټونه يې اچول او له خلکو څخه يې په يو چل او بل چل پيسې اخيستې.))
د خوږياڼي د معلوماتو له مخې، نيول شوو کسانو په خپل موټر باندې د يو شمېر ملي شخصيتونو او سياسي څېرو انځورونه هم ځړولي و او له هغو يې هم د تالاشيو پرمهال استفاده کوله.
د والي وياند وايي چې ياد کسان د بهسودو ولسوالۍ اړوند تعميراتو سيمه کې پرون په داسې حال کې نيول شوي، چې د سړک پر سر يې موټر تالاشي کول .
د ننګرهار د والي وياند دغه راز وويل چې د ملي امنيت منسوبينو په يوه بله لاسته راوړنه کې د داعش وسله والې ډلې يو فعال غړی نيولی چې د دغې ډلې له ښاري څانګې سره يې هم اړيکه درلوده.
هغه دا هم وويل چې د نيول شوو کسانو دوسيې اوسمهال په ملي امنيت اداره کې تر بررسۍ لاندې دي او په نږدې ورځو کې به څارنوالۍ ته وسپارل شي.
ملي امنيت ادارې يوه ويډيو هم رسنيو ته په واک کې ورکړه چې نيول شوو درې واړو کسانو په کې په خپلو کړنو اعتراف کړی دی.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP