Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ماين چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او پنځه ټپيان دي

شبرغان(پژواک، ١١ مرغومى ٩٥): د جوزجان ولايت منګجک ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون ځواکونو پر موټر د مقناطيسي ماين چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او پنځه نور  ټپيان شوي دي.

 د جوزجان والي محمد رضا غفوري پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د ولسي پاڅون يوه اووه کسيزه ډله تېره شپه د منګجک ولسوالۍ په قزان ناروي کلي کې د خپلو دوستانو د يوه واده په مراسمو کې د ګډون لپاره روانه وه.

هغه زياته کړه چې د دولت وسله والو مخالفينو له فرصت نه په ګټه اخيستلو سره د هغوى د سورلۍ موټر کې چسپکي ماين لګولى او کله چې دوى بېرته کور ته روان شول، ماين پرې چاودېدلى دى.

هغه زياته کړه:((د ماين په دې چاودنه کې د ولسي پاڅون ځواکونو دوه منسوبين چې نورالله او عتيق الله نومېدل، ځاى پر ځاى وژل شوي او قوماندان شکور له خپلو څلورو همکارانو سره ټپي شوى دى.))

د جوزجان د والي وياند وويل چې د پېښې ټپيان د اقچې ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي او اوسمهال د ډاکټرانو تر مراقبت لاندې دي.

د اقچې ولسوالۍ د روغتون مشر ډاکټر نجيب الله فرهنګ وويل چې شاوخوا نيمه شپه د پوليسو ځواکونو   پنځه ټپيان له دوو مړو سره روغتون ته را ولېږدول.

 هغه زياته کړه:((دا چې د ټپيانو وضعيت ښه نه و، له لومړنۍ درملنې وروسته مو ټول ټپيان د جوزجان ولايت  د عامې روغتيا روغتون ته ولېږدول، يو ټپي چې په بدن يې زياتې پارچې لګېدلې وې او ژور ټپونه يې لرل، حالت يې نازک و.))

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د دوى لخوا په پلان شوې دې چاودنه کې درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

هغه زياته کړه چې يادو کسانو د قوماندان شکور چې په (قوماندان تات) باندې مشهور و، تړاو درلود او دوى په ياده ولسوالۍ کې د طالبانو پر وړاندې وسله اخيستې وه.

مجاهد زياته کړه چې دغه قوماندان هم په وژل شوو کسانو کې شامل دى.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.