Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل (پژواک ۱۱ مرغومی ۹۵): د کابل ښار دولسمې ناحیې اړونده د احمد شاه بابا مینه کې چاودنه شوې ده.

د هاشمي په نامه د سیمې یو تن اوسیدونکي د مرغومي په ۱۱مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دا چاودنه نن ماخوستن په شاوخوا اتو بجو د احمدشاه بابا مینې د ماموریت پر سړک شوې وه.

هغه زیاته کړه، چې چاودنه زوروره وه او تر لرې سیمې پورې یې غږ اوریدل شوی دی، خو نوموړي ته د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نه درلودل.

په احمدشاه بابا مینې (ارزان قیمت) کې د یوه خصوصي روغتون یوې سرچینې پژواک اژانس ته وویل، چې دوی یو پولیس په ټپي حالت کې راوړل شوی.

خو یوې بلې سرچینې پژواک ته وویل، چې پر یوه پوځي موټر د مقناطیسي ماین له امله شوې، چې له امله یې یو امنیتي افسر ټپي شوی.

 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.