Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سادات: د بلخ د ځينو وکيلانو نامسوولو وسله والو ښار کې ستونزې پيدا کړې دي

مزارشريف (پژواک، ۱۱ مرغومی ۹۵): د بلخ امنيتي چارواکي وايي چې له وکيلانو سره د ناقانونه  وسله والو ګرځېدو په دغه ولايت کې امنيتي ستونزې پيدا کړې دي.

د بلخ امنيې قوماندان مل پاسوال سيدکمال سادات له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال د مزارشريف ښار د امنيتي وضعيت په تړاو اندېښنه څرګنده کړه.

نوموړي زياته کړه چې د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې يو شمېر وکيلان له ځان سره غير قانوني وسله وال ګرځوي او په دغه ولايت کې يې امنيتي ستونزې جوړې کړې دي.

خو سادات په ډاګه نه کړه چې له دغو  وکيلانو څخه يې موخه د بلخ د ولايتي شورا او که د ولسي جرګې وکيلان دي؛ خو ټينګار يې وکړ چې دغه وکيلان بايد له ځانه سره د غير مسوولو وسله والو له ګرځولو ډډه وکړي.

بل پلو بيا د ولايتي شورا يو شمېر  وکيلان دغه ادعاوې ردوي او وايي چې د بلخ امنيه قوماندان د امنيتي ستونزو د کابو کولو په برخه کې پاتې راغلى دى.

د بلخ د ولايتي شورا غړي اصف مومند پژواک ته د بلخ د امنيې قوماندان ټولې ادعاوې رد کړې او له قوماندان څخه يې د سپيناوي غوښتنه وکړه.

مومند په مزارشريف ښار کې د غير مسوولو وسله والو د فزيکي حضور پخلی وکړ او زياته يې کړه، چې د دغو وسله والو تر شا سيمه ييز زورواکي دي.

د بلخ د ولايتي شورا مرستيال سيد عبدالله مسرور هم په مزارشريف ښار کې د غير مسوولو وسله والو پخلی کوي؛ خو نوموړی وايي  چې دغه وسله وال د امنيتي چارواکو او په دغه ولايت کې  په  شته سياسي جريانونو پورې تړاو لري.

دا څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې د پخوا په پرتله په وروستيو کې په مزارشريف ښار کې جنايي جرمونه هم ډېر  شوي دي.

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.