Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مرکزي بانک: تېر مالي کال اقتصادي وده درې سلنه لوړه شوې ده

کابل (پژواک، ١١ مرغومى ٩٥): د افغانستان د مرکزي بانک مشر، په تېر مالي کال کې د درې سلنه اقتصادي ودې خبر ورکوي او وايي چې سږ کال د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۲،۳ سلنه لوړ شوى او د اسعاري زېرمو په برخه کې ٤٠٠ ميليون ډالره زياتوالى راغلى دى.

د افغانستان مالي کال د مرغومي په لومړۍ پيلېږي.

د مرکزي بانک مشر خليل الله صديق، د مرغومي په١١مه په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د تېر مالي کال (١٣٩٥) په ترڅ کې د هېواد د ملي پيسو ارزښت په منځني ډول د ډالر پر وړاندې ۲،۳، د يورو پر وړاندې ۵،۵ او د سټرلينګ پونډ پر وړاندې ۲۱،۷۳ سلنه لوړ شوى دى.

دا په داسې حال کې ده چې د پژوک خبري اژانس د اوونيزو اقتصادي راپورونو له مخې، د ١٣٩٤ کال د ليندۍ په ٢٦مه، د يوه امريکايي ډالر پېر بيه ٦٦.٨٠ ډالر وه او نن ٦٦.٨٥ افغانۍ ده.

صديق څرګنده کړه چې په ١٣٩٤ مالي کال کې د ١٣٩٣ کال په پرتله، د افغانيو ارزښت د امريکايي ډالر پر وړاندې ١٧سلنه ټيټ شوى و.

نوموړي د نړيوالې ټولنې د مرستو کموالى، نا امني او د افغانستان په سوداګرۍ کې نا برابري، د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغانيو د ارزښت د ښکته کېدو لاملونه ګڼي.

نوموړي وويل چې د ١٣٩٥ کال په لومړۍ درېیو ربعو کې د افغانستان د صادراتو ارزښت ٧٨٠ ميليونه امريکايي ډالرو او د هېواد د وارداتو ارزښت ٥.٤ ميليارده امريکايي ډالرو ته رسېده.

هغه د ١٣٩٤ کال په ترڅ کې د هېواد د وارداتو او صادراتو د مېزان په اړه معلومات ورنه کړل.

د صديق په خبره، د ١٣٩٥ لمريز کال مالي پلان له مخې بايد د هېواد اسعاري زېرمو کې ٥٠ ميليونه ډالره زياتوالى راغلى واى، خو مرکزي بانک وتوانېد چې دغه شمېره ٤٠٠ ميليونه ډالرو ته ورسوي؛ ځکه چې بانک په دغه کال کې د افغانيو د ارزښت ساتنې لپاره ډېر کم ډالر ليلام کړل.

نوموړي وويل چې اوسمهال د مرکزي بانک د اسعاري زېرمو اندازه ۶،۹ ميليارد ډالرو ته رسېږي او نا خالصې زېرمې (هغه زېرمې چې د بانک تصرف کې نه دي) ۷،۴ ميليارده ډالر کېږي.

د هغه په خبره، د مرکزي بانک بيه لرونکي اسناد، ٤٣ ميليارد افغانيو ته رسېږي، په داسې حال کې چې تېر کال دغه شمېره ٤٠ ميليارد افغانۍ وه.

صديق زياته کړه چې په ١٣٩٤ کال کې د انفلاسيون کچه په منفي حالت کې وه، د ١٣٩٤ کال په لومړۍ نيمايي کې منفي ٤.٩٦ سلنه وه او د روان کال تر پايه پورې يو څه ښه شوې ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.