Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

وسله والو د يو پوليس ورور او په رخصتۍ راغلى د اردو سرتېرى وژلي

پل علم ، جلال اباد (پژواک، ١١ مرغومى ٩٥): وسله والو طالبانو په لوګر ولايت کې د يوه سيمه ييز پوليس ورور او په رخصتۍ کور ته راغلى د ملي اردو سرتېرى وژلي دي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د مرغومي په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويلچې دواړه پېښې تېر ماښام د ولايت مرکز پل علم او محمد اغې ولسوالۍ کې رامنځته شوې دي.

هغه زياته کړه چې د ولايت د مرکز پل علم ښار اړونده د کلنګار په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو ورور قاري زبير د وسله والو طالبانو لخوا وژل شوى دى.

د صالح په وينا، وسله والو طالبانو تر دې مخکې  يادې کورنۍ ته ګواښونه کړي وو چې له سيمه ييزو پوليسو څخه دې ووځي.

د سيد اکبر اغا په نامه د سيمې يو تن اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې قاري زبير د سيمې عامې اوسېدونکى و او له چا سره يې شخصي دښمني هم نه لرله.

د والي وياند دغه راز وويل چې وسله والو مخالفيو تېر ماښام د محمد اغې ولسوالۍ د کتب خېلو په سيمه کې د ملي اردو يو سرتېرى چې په رخصتۍ کې ته راغلى و، وژلى او هغوى تښتېدلي دي.

د سيد محمد په نامه د سيمې يو تن اوسېدونکي پژواک ته وويل چې درې وسله وال پر موټر سايکل راغلل او د سيمې د ځوانانو له منځ څخه يې د ملي اردو سرتېرى ووېستو او بيا يې پر ډزلو سره وواژه.

بلخوا په ننګرهار ولايت چارواکي بيا د څلورو وسله والو طالبانو د وژلو او د يوه قوماندان د نيولو خبر ورکړى دى.

 

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال پژواک اژانس ته وويل چې په اچين ولسوالۍ کې تېره شپه د ځانګړو ځواکونو د عملياتو په پايله کې د يوه قوماندان په ګډون څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړې، دا عمليات د اچين ولسوالۍ په انځري سيمه کې ترسره شوي او د وسله والو د وسلو او مهماتو يوه زېرمه هم له منځه وړل شوې ده.

مشرقيوال دغه راز وويل چې د ځانګړې قطعې ځواکونو د بټې کوټ ولسوالۍ په حافظ کوډۍ سيمه کې د عملياتو پر مهال د وسله والو طالبانو يو قوماندان هم نيولی دی .

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.