کابل (پژواک ١١ مرغومى ٩٥): د ولسي جرګې غړو له حکومت وغوښتل، څو په افغانستان کې د سيمې هېوادونو له لاسوهنې او کابل ښار کې ورځ تر بلې د هوا له ککړتيا څخه د مخنيوي او د ملي شورا غړو د امنيت ټينګښت لپاره اړين ګامونه پورته کړي.
درې اړخيزه ناسته
مسکو څلور ورځې وړاندې د افغانستان په اړه د درې اړخيزې "چين، روسيه او پاکستان" کوربه و، چې د افغان حکومت استازي پکې ګډون نه درلود. په دغه ناسته کې پرېکړه شوې، چې د طالبانو د يو شمېر مشرانو نومونه د ملګرو ملتونو له تور لېست وباسي، چې طالبانو هم له ياد ګام هرکلى کړى دى،.
خو د ولسي جرګې يو شمېر غړو په نننۍ ناسته کې د مسکو غونډه د پوښتنې وړ وبلله.
په ياده جرګه کې د سرپل استازي صادقي زاده نيلي وويل: "يادې ناستې زموږ ذهن کې ستره پوښتنه رامنځته کړې، چې زموږ دغو همکارو هېوادونو هغې ډلې ته چې د ترهګر نوم اخيست، اوس له تور لېست څخه د هغوى د ايستلو غوښتنه کوي."
هغه زياته کړه: "که چېرې ل داعش سره د مقابلې په موخه له طالبانو سره اړيکه نيول شوې، نو پر هغوى څرنګه باور کولى شي، ولې پر افغان مشروع نظام باور نه کوي، بايد دا څرګنده شي، چې ايا ستونزه په نظام کې ده، که په ډيپلوماسي او يا هم بله څه کې."
نوموړي د دا ډول غونډو ترسره کول د ډيپلوماټيکو عرفونو او نړيوالو موازينو خلاف کار وباله او ويې ويل، چې حکومت بايد د افغانستان په کورنيو چارو کې د سيمې هېوادونو له لاسوهنې مخنيوى وکړي.
ولسي جرګه کې د اروزګان استازي عبيدالله بارکزي وويل: "دغه درې اړخيزه ناسته د امريکا د دوه مخي سياست پايله وه، چې امريکا له افغانستان سره په عمل کې نه ريښتونې وه او نه به وي."
نوموړي په دغه ناسته کې د افغان دولت د استازي نه موجوديت د پوښتنې وړ وبلل او زياته يې کړه: "دا د خپګان ځاى دى چې له امريکا او ناټو سره له امنيتي تړون سربېره د افغانستان په اړه دا ډول غونډه ترسره کېږي، که چېرې حکومت په دې اړه څه ونه وايي او د لاسوهنو مخنيوي ونه کړي نو افغانستان به د نړيوالې جګړې پر ډګر بدل شي."
د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي وويل:"طالبان چې د افغانانو دوښمنان دي، د ترهګرۍ يو جز دى او ملت يې همېشه د خپلو موخو قرباني کړى او قرباني کوي يې؛ اوس ورسره د روسيې، پاکستان، چين او ايران ملاتړ دى."
د هغه په وينا، دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د تاريخ په اوږدو کې له يادو هېوادونو سره دوستانه اړيکې لري او د يادو هېوادونو په کورنيو چارو کې يې لاسوهنه نه ده کړې.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP