Language

په سوېډن کې پر جنسي تېري تورن پنځه افغانان په بند محکوم شول

کابل (پژواک، ١١ مرغومى ٩٥): د اروپايي هېواد سوېډن يوې محکمې پنځه افغانان پر يوه بل افغان ماشوم  د جنسي تېري په جرم محکوم کړي دي.

غربي رسنيو د مرغومي په ١١مه، خبر ورکړى چې دغه پرېکړه پرون د سوېډن د مرکز سټاکهولم شمال لوري ته  د اوپسالا ښار محکمې لخوا شوې ده.

سرچينې زياته کړې، د محکمې قاضي د څارنوال هغه غوښتنه رد کړه چې ګوندې دغه پنځه افغانان چې عمرونه يې تر ١٨ کلونو کم ښودل شوي، د بند مودې له بشپړولو وروسته خپل هېواد ته ستانه کړل شي.

يادې محکمې پر يوه افغان ماشوم د جنسي تېري په جرم له يادو پنځو افغانانوڅخه يې څلورو ته د يو کال او درېيو مياشتو بند او پنځم افغان ته چې ١٦ کلن ښودل شوى، د ١٣ مياشتني  بند سزا ورکړل شوې ده.

سرچينې زياته کړې، ياد پنځه افغان زلميان او د جنسي تېري ښکار شوى ماشوم بې سرپرسته دى او په سوېډن کې يې د پناه غوښتلو عريضې وړاندې کړې ده.

محکمې ويلي چې يادو کسانو د روان زېـږديز کال د اکتوبر په مياشت کې د اوپسالا  په ښار کې پر  يو افغان ماشوم چې عمر يې تر ١٥ کلونو ښودل شوى، د چاقو په زور جنسي تېرى کړى و.

دغه راز دغې محکمې يادو پنځو کسانو ته امر کړى چې د پېښې قرباني هلک ته ٢٧٦٠٠ ډالره جريمه ورکړي.

د يادونې ده چې تر دې مخکې هم په جرمني کې پر يو افغان تور پورې شوى و چې پر يوې المانۍ پېغلې تر جنسي تېري وروسته يې  هغه وژلې وه.

login or register a new account.