Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په فراه کې پوليسو د عروج راډيو مسوول وهلى دى

فراه(پژواک، ١١ مرغومى ٩٥): په فراه ولايت کې د (عروج) په نوم  د ځايي راډيو مسوول مدير محمد ابراهيم پرهار د پوليسو د يوه ساتنمن لخوا وهل شوى او سپکاوى ورته شوى دى.

د فراه د خبريالانو ټولنې مشر عبدالرحمن ژوندي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه پرون ماښام رامنځته شوې ده.

هغه وويل چې د پوليسو دا کړنه د خبريالانو پر وړاندې جدي تاوتريخوالى دى او بايد د چارواکو له لوري په جديت سره وڅېړل شي.

د عروج ځايي راډيو مسوول مدير وويل چې پوليسو تېره ورځ دهغه موټر د فراه ښار په ( ماهي ها) څلور لارې کې تم کړ.

هغه زياته کړه:((ورته ومې ويل چې خبريال يم، خپل کارت مې ور ښکاره کړ چې ژر مې تلاشي کړي د تګ اجازه راکړي، ځکه چې شپږ دقيقې وروسته بايد په راډيو کې خبرونه وړاندې کړم چې راباندې ناوخته کېږي... د پوليسو ضابط ددې خبرې په اورېدو سره څو بدې او ناسمې خبرې وکړې، وروسته يې له موټر ښکته کړم، په عام محضر کې يې سخت ووهلم.))

پرهار وويل چې پوليسو دى له وهلو ډبولو وروسته په خپل رينجر موټر کې د فراه ښار د پوليسو دويمې حوزې ته يووړ، خو کله چې د حوزې امر دى وليده، نو له ده يې بښنه وغوښته او هغه يې خوشې کړ.

پرهار د پوليسو دغه کړنه د خبريالانو ټولنې ته سپکاوى بولي او وايي چې قضيه يې دې وڅېړل شي.

په ورته وخت کې د فراه د والي وياند محمد ناصر مهري هم ددې پخلى وکړ چې پرهار د دويمې حوزې د پوليسو د ساتنمن له لوري وهل شوى دى.

مهري وويل چې ياد شوى ساتنمن د پوليسو له لوري نيول شوى او اړونده بنسټونو ته دنده سپارل شوې چې دغه قضيه له نږدې په جدي ډول وڅېړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.