Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په لوګر کې د کرکټ  لوبغالي جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

پل علم (پژواک، ١١ مرغومى ٩٥): د لوګر ولايت په مرکز پل علم ښار کې د کرکټ لوبې د يوه عصري او معياري لوبغالي جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

په دې مراسمو کې چې د مرغومي په ١١مه، د لوګر ولايت مقام کې جوړشوي وو، والي محمد حليم فدايي، د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس لطف الله مشعل، ځايي چارواکو، د کرکټ بورډ مسوولينو، ملي لوبغاړو، ځايي لوبغاړو، قومي مشرانو، د ملي شورا او ولايتي شورا غړو او سلګونو مينه والو برخه اخيستې وه.

کله چې د کرکټ ملي لوبغالي او د کرکـټ بورډ مسوولين مراسمو ته ورسېدل ؛ نو د ځايي لوبغاړو او مينه والو لخوا يې په ډولونو او اتڼونو هرکلى وشو او ګلان يې په غاړه کې واچول شول.

د لوګر والي محمد حليم فدايي وويل چې دا لوبغالى د پل علم ښار په ١٥ جريبه دولتي ځمکه کې جوړېږي.

هغه زياته کړه  چې پر دې لوبغالي ٤٠٠ زره امريکايي ډالر لګښت راځي چې د هندوستان لخوا ورکول کېږي.

نوموړي د کرکـټ لوبغاړي ملي اتلان او د سولې سفيران وبلل او ويې ويل چې دوى په نړيواله کچه د هېواد ملي بيرغ رپولى او هېواد ته يې وياړونه راوړي دي.

فدايي د کرکټ د ملي لوبډلې هر لوبغاړي ته په دې ولايت کې د يوې نومرې  ځمکې ورکولو اعلان وکړ.

په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازي حاجي اکبر ستانکزي ددې لوبغالي جوړېدل د لوګر د پرمختګ لپاره مهم ګام وباله، خو د افغانستان کرکټ بورډ له مسوولينو يې وغوښتل چې دې لوبغالي ته نوره هم پراختيا ورکړي او د نندارچيانو لپاره په کې پراخه ځاى جوړ کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر شکر الله عاطف مشعل ژمنه وکړه چې دغه لوبغالى به په عصري او معياري بڼه ورغوي او په کې به لوبغاړو او مينه والو ته ټولې اسانتياوې برابروي.

هغه زياته کړه چې د هېواد د کرکټ په ملي لوبډلو کې د لوګر ډېر لوبغاړي شته  او دا د دې څرګندونه کوي چې ددې ولايت خلک له کرکټ سره ډېره مينه لري.

د لوګر ولايت د کرکټ بورډ مسوول محمداجان حقيار ددې لوبغالي پر جوړېدو خوښي وښوده، خو شکايت يې وکړ چې دوى په دې ولايت کې دفتر او نورې اسانتياوې نه لري.

هغه د کرکټ بورډ له مسوولينو وغوښتل  چې د دوى ستونزې دې هواري کړي چې عاطف مشعل ورته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.