کابل (پژواک ١١ مرغومى ٩٥): کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د تېلو، اوبلن ګازو او اوړو بيې راټيټې شوې، خو د نورو توکو بيې له کوم بدلون پرته په خپل حال پاتې دي.
د کابل ښار د وزيراباد د تېلو ټانک يوه کارکوونکي عبدالهادي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د تېرې شنبې په پرتله د يوه ليټر ډېزل تېلو بيه له ٤٣ افغانۍ ٤٢ افغانۍ او د يوه ليټر پټرول تېلو بيه له ٤٦ افغانۍ ٤٥ افغانيو ته راټيټه شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د تېلو بيې هېواد ته د زياتو وارداتو له امله راټيټې شوې دي.
د اوبلن ګازو بيه هم راټيټه شوې، خو په دغه ښار کې په بېلابېلو بيو پلورل کېږي.
د کابل ښار د زمان خان کلا د پل پاچاه سيمې يوه ګاز پلورونکي محمد سليم وويل، چې نن د تېرې شنبې په پرتله د يوه کيلوګرام اوبلن ګاز بيه له ٦٠ افغانۍ ٥٥ افغانيو ته راټيټه شوې ده.
دغه راز د کابل ښار د کلوله پشتې بازار يوه ګاز پلورونکي احمد سير هم وويل، چې نن د تېرې اونۍ په پرتله د يوه کيلوګرام اوبلن ګاز بيه له ٥٥ افغانۍ ٥٠ افغانيو ته راټيټه شوې ده.
خو د سون لرګيو بيه له بدلون پرته په خپل حال پاتې ده.
د کابل ښار د شهيد څلورلارې يوه لرګي پلورونکي سيداسلام وويل، چې نن د تېرې شنبې په څېر د يوه خروار بې پوسته بلوط لرګيو بيه ٦٤٠٠ افغانۍ او د يوه خروار ارچې لرګيو بيه ٦٢٠٠ افغانۍ ده.
د خوراکي توکو له جملې د اوړو بيه يوڅه راټيټه شوې ده.
د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو د ټولنې مشر فضل الرحمن وويل، چې نن د تېرې شنبې په پرتله د ٤٩ کيلوګرامه اوړو عمده پلور بيه له ١١٨٠ افغانۍ ١١٥٠ افغانيو ته راټيټه شوې ده.
د هغه په وينا، کابل کې د اوړو بيې په قزاقستان کې د بيو د راټيټېدو له امله راټيټې شوې دي.
خو نوموړي زياته کړه، چې نن د تېرې شنبې په څېر د ٤٩ کيلوګرامه پاکستان بورې عمده پلور بيه ٢٤٠٠ افغانۍ، ١٦ ليټره شايسته غوړي ١١٠٠ افغانۍ او ٢٤ نيم کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وريژې ١٥٥٠ افغانۍ دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP