Language

تخار کې یو طالب قوماندان د خپل کس له خوا وژل شوی

تالقان (پژواک، ١٢ مرغومى ٩٥): امنيتي چارواکي وايي چې په تخار ولايت کې يوه وسله وال طالب خپل قوماندان پر ډزو وژلى دى.

د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير د مرغومي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون شپه په ينګي کلا ولسوالې يو طالب خپل قوماندان ملا عبدالمجيد پر ډزو وژلى دى.

هغه وايي: ((دغه طالب نعيم نومېږي او ملا مجيد يې ماما دى، خپل ماما يې وژلى دى.))

د اسير په وينا، نعيم له دوه ميله کلاشينکوفونو سره په ينګي کلا کې يو حکومت پلوه سيمه ييز قوماندان ته ورغلى او اوس له هغه سره دى.

د اسير د معلوماتو له مخې، ملا عبدالمجيد د ګڼو طالبانو مشري کوله او په دې ولسوالۍ کې يې د دولت ضد ګڼ فعاليتونه کړي وو.

د ينګي کلا ولسوالۍ اوسېدونکي عمران پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ ګڼې سيمې له طالبانو سره دي.

هغه وايي: ((نوى ښار له حکومت سره خو زوړ ښار بيا له طالبانو سره دى خو اوس ژمى دى او طالبان کوم فعاليت نه لري.))

عمران بيا د ملا عبدالمجيد له وژل کېدو بې خبري وښوده.

وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ينګي کلا د تخار د نا امنو ولسواليو له ډلې څخه ده چې ډېرى وخت په کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې کېږي.

login or register a new account.