Language

په غزني کې د ملي اردو یوه افسر یوه نجلۍ تښتولې

غزني ښار (پژواک، ١٢ مرغومى ٩٥): په غزنې کې يوه کورنۍ ادعا کوي چې د ملي اردو يوه افسر يې لور په زور تښتولې ده.

خو د ملي اردو چارواکي بيا وايي چې دغه نجلې د ملي اردو له چارواکو سره نه، بلکې له يو سرتېري سره تښتېدلې ده.

د يادې کورنۍ غړي او يو شمېر نور خلک نن (د مرغومي ١٢مه) په غزني ښار کې راټول شوي وو او له سيمه ييزو چارواکو يې غوښتنه کوله چې دغه موضوع دې جدي وڅېړل شي.

د عبدالکريم په نوم يو تن چې ځان د دې نجلۍ ورور معرفي کوي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې څلور ورځې وړاندې يې د ملي اردو يو سرتېري خور په زور رينجر موټر ته پورته کړې ده.

هغه وايي: ((دغه سرتېرى بدرالدين نومېږي او دغه کار يې د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمې لوا د ارکان د رييس جګړن عبدالله نظري په وينا کړى دى.))

ده زياته کړه: ((زه او مور مې ولاړ وو، د ټوپک په زور يې راته خور د اردو په رينجر کې پورته کړه او ولاړل.))

عبدالکريم د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې دغه سرتېري ورته ويلي چې خور يې د ارکان د رييس په امر تښتول شوې ده.

هغه وايي: ((دغه سرتېري ما ته ويل که څه جنجال جوړ کړم نو ما به هم د خور په شان وتښتوي.))

دغه راز د غزني ښار د شهاده سيمې اوسېدونکي محمدعلي پژواک ته وويل چې پېښه په رڼا ورځ د ملي اردو د سرتېرو له خوا شوې ده.

هغه وايي: ((دغه نجلۍ يوه مياشت مخکې هم د ارکان رييس تښتولې وه خو بيا بېرته خوشې شوه اوس يې څلور ورځې وړاندې بيا تښتولې ده.))

ده وويل چې دغه نجلې کوژده شوې هم ده.

دغو خلکو او د نجلۍ د کورنۍ غړو ټينګار کاوه چې نجلۍ بايد بېرته کورنۍ ته وسپارل شي او د پېښې عاملين بايد مجازات شي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.