Language

د لوګر په څرخ کې د یوه قوماندان په ګډون ۱۸ وسله وال وژل شوي

پل علم (پژواک، ١٣ مرغومى ٩٥): د لوګر سيمه ييز چارواکي وايي چې د دغه ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د یوې نښتې پر مهال د يوه قوماندان په ګډون ١٨ طالبان وژل شوي دي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د مرغومي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د څرخ ولسوالۍ په اب جوش سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه شوې ده.

هغه وايي چې په دې جګړه د يو سيمه ييز قوماندن ملا وزيري په ګډون ١٨ طالبان وژل شوي دي.

هغه زياته کړه: ((دغه طالبان په يو سراچه موټر کې او شپږو موټرسايکلونو سپاره وو چې د افغان امنيتي ځواکونو تر هوايي او ځمکني بريدونو لاندې راغلل او ټول و وژل شول.))

د صالح په وينا، په دې جګړه کې افغان امنيتي ځواکونو او ملکي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د څرخ د اب جوش سيمې یوه اوسېدونکي سيد جلال پژواک ته وويل چې تېره شپه يې په کلي کې سخته جکړه شوې ده.

هغه وايي: ((تر ناوخته الوتکې ګرځېدې، بمبار يې هم وکړ او څو طالبان هم مړه شوي دي.))

سيد جلال دا هم وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې يې په کلي کې د امنيتي ځواکونو له لوري کور په کور تلاشي هم روانه ده.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د تندر قول اردو د څلورمې لوا قوماندان جنرال رازق په څرخ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په بريد کې ټپي شو خو طالبانو بيا ويل چې دغه جنرال وژل شوى دى.

څرخ د مرکز پل علم سوېل لور ته په ٣٠ کيلومترۍ پرته ولسوالي ده چې د لوګر له نا امنو سيمو شمېرل کېږي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.