Language

وحدت: قومي جوړښتونه دې پياوړي شي

ښرنه (پژواک،١٣مرغومى٩٥): د پکتيکا والي وايي، قومي جوړښتونه د ستونزو په حل کې رغنده رول لوبولى شي، نو قومي جوړښتونه بايد پياوړي شي.

دغه څرګندونې د پکتيکا والي محمد الياس وحدت د مرغومي په ١٣مه له قومي مشرانو سره په ګډه غونډه کې وکړې.

هغه وويل، پکتيکا له قومونو جوړ ولايت دى او ډېرى ستونزې يې هم قومونه هوارې کړې دي، نو بايد قومي جوړښتونه پياوړي شي.

ده زياته کړه، قومونه له دولت سره هم په هره برخه کې همکاري کوي.

خو وحدت وويل، که قومي جوړښتونه اړوند مسايل له ولايتي ادارې سره شريک کړي، نو د امنيت د ټينګښت ترڅنګ به دغه ولايت په نورو برخو کې هم پرمختګ وکړي.

په دې غونډه کې د قومي مشرانو په استازيتوب حاجي داوود وويل، حکومتي چارواکي بايد قومي جوړښتونو ته اړينه پاملرنه وکړي.

د هغه په اند، قومونه د سيمه ييزو ستونزو د حل ترڅنګ کولاى شي د امنيت په ټينګښت او اقتصادي وده کې هم پوره همکاري وکړي.

د غونډې په پاى کې قومي مشرانو ژمنه وکړه چې له دولت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

پکتيکا د لرو پرتو او ناامنو ولايتونو له ډلې څخه دى چې په ډېرو سيمو کې ستونزې قومي جرګې حل کوي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.