Language

“ولسمشر دې د ښځو د ځورونې په مخنيوي کې خپلې ژمنې عملي کړي “

مزارشريف (پژواک،۱۳مرغومی۹۵): د ښځو د حقونو په برخه کې کارکوونکې مدني فعالانې وايي، د کار په ساحه کې د ښځو ځورول د ښځو د خود سانسورۍ لامل شوی دی.

د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د مرغومي په ۱۳مه، د نجونو لپاره د ځانګړي پوهنتون جوړولو او د کار په ساحه کې د ښځو ځورونې د مخنيوي په موخه د قانون توشېح کولو په برخه کې د ولسمشر د تعهد په تړاو غونډه جوړه شوې وه.

په دغې غونډه کې چې د ((خبرگذاری زن)) ټولنې له خوا جوړه شوې وه، د بلخ مدني فعالانو او د ښځو د حقونو د ساتنې په برخه کې کارکوونکو مېرمنو برخه اخيستې وه.

د يادې ټولنې مسوولې مېرمن حميرا ثاقب وويل، نننۍ غونډه د دې لپاره بلل شوې، چې خلکو ته د ښځو د ژوند په برخه کې د اسانتياوو رامنځ ته کېدو په تړاو د ولسمشر تعهدات ورپه زړه کړي.

نوموړې زياته کړه، ولسمشر غني د نجونو لپاره د ځانګړي پوهنتون د جوړېدو او همداراز د کار په ساحه کې د ښځو د  ځورونې د مخنيوي په موخه د قانون د تصويب وعدې کړې وې.

د هغې په وينا، لا هم په افغانستان کې مېرمنې د کار په ساحه کې په بېلا بېلو بڼو ځورول کېږي.

دې زياته کړه، دغه ځورونه د دولتي ادارو تر څنګ په رسنيزو دفترونو کې هم ليدل شوې ده.

د بلخ ولايت مدني فعالانې وايي، دولت بايد د ښځو د ژوند د پرمختګ لپاره لازمې هڅې وکړي.

د دې ولايت مدني فعالې مسعودې حميدې پژواک ته وويل، په بلخ کې هم مېرمنې د کار په ساحه کې ځورول کېږي.

نوموړې زياته کړه، د کار په ساحه کې د ښځو ځورول د هغوی د ژوند په بېلا بېلو اړخونو باندې منفي اغېز کوي.

هغه وايي: ((له همدې امله ډېرې نجونې او مېرمنې خود سانسورۍ ته اړ کېږي، چې له امله د تعليم، کار او سياست په برخه کې وروسته پاتې کېږي.))

مدني فعالان وايي، You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.