پل علم (پژواک، ١٣ مرغومى ٩٥): د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د ماين چاودنې د دې ولسوالۍ د امنيه قوماندان په ګډون پنځه پوليس ټپيان کړي او يو بل پوليس وژل شوى دى.
د محمداغې ولسوال نصيراحمد امين د مرغومي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ پر امنيه قوماندان څارمن مطيع الله عبدالرحيمزي او يو شمېر نورو پوليسو چاودنه شوې ده.
د هغه په وينا، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې عبدالرحيمزى له نورو پوليسو سره د کندهاريو له سيمې د سرخ اب سيمې ته پر لاره و.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې د عبدالرحيمزي په ګډون پنځه پوليس ټپيان شوي خو د دې ولسوالۍ د بلوک قوماندان محمد ماهر وژل شوى دى.
ولسوال وايي چې ټپيان کابل ته انتقال شوي خو د روغتيايي وضعيت په اړه يې څه ونه ويل.
د محمداغې د کندهاريو سيمې اوسېدونکي اقبال پژواک ته وويل چې نن غرمه مهال پوليس په دې سيمه کې پلي روان وو چې چاودنه پرې وشوه.
هغه وايي چې په دې چاودنه کې څو پوليس ټپيان شوي خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.
د افغان دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
محمد اغه د کابل سوېل ته په ٣٥ کيلومترۍ کې پرته ولسوالي ده چې د لوګر له امنو ولسواليو څخه شمېرل کېږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP