کندوز (پژواک ١٣ مرغومى ٩٥): د کندوز اوسېدونکي وايي، په دغه ولايت کې د غيرمسوولو وسله والو ډلو شتون ستر ګواښ دى، چې له دغو ډلو يې څو شخصي زندانونه هم لري.
د کندوز د خان اباد ولسوالۍ اوسېدونکي رسول پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې ولسوالۍ سلګونه غيرمسووله وسله وال کسان فعاليت کوي، چې امنيت ته له جدي ګواښ سربېره د خلکو د ځورولو لامل هم کېږي.
هغه زياته کړه: "دغه غيرمسوول وسله وال له خلکو حق غواړي او خلک ځوروي او تر دې چې دغه کسان شخصي زندانونه هم لري او که هر کله هم وغواړي، نو خلک نيسي، زنداني کوي يې او بيا يې وژني، چې سيمه ييز حکومت هم د دوى د دغه کار مخه نه شي نيولى."
د خان اباد ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي خالد وويل: "خان اباد کې ټول غيرمسوول قوماندانان غله دي، چې بايد له دوى ژر تر ژره وسلې راټولې شي. "
هغه زياته کړه، دغو وسله والو د خلکو ژوند تريخ کړى، هغوى خلک وژني او وهي ټکوي يې، چې له امله يې خلک مرګ ته راضي شوي دي.
بلخوا د خان اباد ولسوال حيات الله اميري په ياده ولسوالۍ کې د غيرمسوولو وسله والو کسانو له موجوديت څخه اندېښنه وښوده او ويې ويل، سيمه ييز او مرکزي حکومت بايد له دغو کسانو څخه د وسلې په راټولولو کې جدي واوسي.
اميري زياته کړه: "دغه کسان له تخار او يا کندوز نه دي راغلي، بلکې دا خلک د همدې خان اباد ولسوالۍ د ناصالحه خلکو اولادونه دي چې خان اباد يې په افغانستان کې بدنامه کړى او موږ د ولايت له مسوولينو غواړو چې له موږ سره قانون ته د دغو کسانو په سپارلو کې مرسته وکړي."
د خان اباد ٤٥ کلنې اوسېدونکې شازيه ادعا کوي، چې د يادې ولسوالۍ غيرمسووله وسله والو يې څو ورځې وړاندې زوى له کوره وېستلى او وژلى يې دى.
نوموړې وويل: "له حکومت غواړم چې د زوى قاتلين مې پيدا او سزا ورکړي."
کندوز کې يوه مدني فعال شاه ولي هم وويل، غيرمسوولو وسله والو د کندوز امنيت لپاره ستر ګواښ رامنځته کړى، چې دغه کسان شخصي زندانونه هم لري.
هغه زياته کړه، خلک له همدې غيرمسوولو وسله والو تر پوزې راغلي او دولت بايد دغه ستونزه هواره کړي.
د کندوز ښار اوسېدونکي سيدعالم وويل، د دغه ولايت د امنيت لپاره پر طالبانو سربېره غيرمسوول وسله وال هم ستر ګواښ دي.
login or register a new account.