تالقان (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٥): د تخار امنيتي چارواکي وايي چې د اشکمش ولسوالۍ لپاره د طالبانو مرستيال ولسوال د ماين په چاودنه کې وژل شوى او دوه ملګري يې ټپيان دي.
د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير د مرغومي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه اته بجې د اشکمش ولسوالۍ لپاره د طالبانو مرستيال ولسوال ملا حکم د ماين په چاودنه کې وژل شوى دى.
هغه وايي: ((دغه کس د ماينونو په جوړولو کې ماهر و، تېره شپه يې يو خښ شوى ماين را ايسته چې پرې چاودلى، خپله وژل شوى او دوه نور ملګري يې ټپيان دي.))
د اسير په وينا، ملا حکم په دې ولسوالۍ کې د طالبانو مشري هم پر غاړه درلوده او له امنيتي ځواکونو سره يې ډېرې جګړې هم کړې وې.
د اشکمش اوسېدونکي قدرت الله هم پژواک ته وويل چې ملا حکم د ماين په چاودنه کې وژل شوى دى.
ده زياته کړه: ((ملا حکم اصلاً دلته پر قاري عمر باندې مشهور و، ډېر خطرناک سړى و خو تېره شپه د ماين په چاودنه کې وژل شوى دى.))
هغه وايي چې ملا حکم د طالبانو له مهمو کسانو څخه و.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
اشکمش د مرکز تالقانو سوېل ته په سل کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده چې د دغه ولايت له نا امنو ولسواليو څخه شمېرل کېږي.
login or register a new account.