پل علم (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٥): د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه کې دوه ملکي وګړي او پنځه طالبان وژل شوي دي.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د مرغومي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناوخته د څرخ ولسوالۍ په پنګرام سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه شوې ده.
هغه وايي چې په دې جګړه کې دوه ملکي وګړي او پنځه طالبان وژل شوي او يو شمېر نور طالبان ټپيان دي.
د صالح په وينا، په دې جګړه کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د پنګرام سيمې یو قومي مشر سيداحمد شاه هم پژواک ته وويل چې تېره شپه په دې سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه شوې ده.
هغه وويل چې په دې جګړه کې د يوې ښځې په ګډون درې ملکي کسان وژل شوي چې ټول د يوې کورنۍ غړي دي.
ده زياته کړه: ((د هاوان مرمۍ په دې کور لګېدلې او دغه هاوان د ولسوالۍ له لوري امنيتي ځواکونو وار کړى دى چې د يوې کورنۍ درې غړي يې وژلي دي.))
خو د والي وياند بيا وايي، تر اوسه معلومه نه ده چې دغه ملکي وګړي د چا په ډزو کې وژل شوي دي.
صالح وايي چې په دې برخه کې د دوى پلټنې روانې دي.
د اړوندې موضوع اړه د لوګر د ولايتي شورا غړي قسيم خوشيوال پژواک ته وويل چې د پنګرام سيمې اوسېدونکو شکايت کړى چې د امنيتي ځواکونو په ډزو کې درې ملکي کسان وژل شوي دي.
هغه وويل چې ولايتي شورا د دې موضوع جدي پلټنه کوي او دغه مسئله يې له امنيتي چارواکو سره هم شريکه کړې ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP