ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاپیسا کې یو پخوانی جهادي قوماندان وژل شوی

کاپیسا کې یو پخوانی جهادي قوماندان وژل شوی

author avatar
3 Jan 2017 - 10:38
کاپیسا کې یو پخوانی جهادي قوماندان وژل شوی
author avatar
3 Jan 2017 - 10:38

محمود راقي (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٥): د کاپیسا امنیتي چارواکي وايي چې د ماين چاودنې په دغه ولايت کې یو پخوانی جهادي قوماندان وژلى دى.

د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند محمدايوب يوسفزي د مرغومي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون مازديګر د نجراب ولسوالۍ د غوث په دره کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې د فتح الله په نوم يو پخوانی قوماندان په خپل موټر کې چېرته پر لاره و چې د يادې درې د غچولان په سيمه کې پرې چاودنه وشوه چې له امله يې نوموړى ووژل شو او يو بل ملګرى يې ټپي شوى دى.

يوسفزي دغه کار د وسله والو مخالفينو وباله او زياته يې کړه چې په اړه يې پلټنې پيل شوې دي.

خو د امنيې قوماندانۍ وياند دا ونه ويل چې قوماندان فتح الله له کوم ګوند سره تړاو درلود.

د محمود په نوم د نجراب ولسوالۍ يو اوسېدونکى وايي چې فتح الله په سيمه کې يو مخور جهادي قوماندان و او د امنيت په ساتلو کې يې مهم رول لوباوه.

د نوموړي په وينا، د هغه په وژل کېدو سره به سيمه نا امنه شي.

محمود وايي چې نوموړى  پخوا د حزب اسلامي له ډلې سره تړاو درلود.

د امنيې قوماندانۍ وياند محمدايوب يوسفزي دغه راز وويل چې نن سهار د دغه ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د ګډو امنيتي ځواکونو له خوا د وسله والو مخالفينو پر ضد څلور ورځني چاڼيز پيل شوي دي.

هغه زياته کړه چې د امنيه قوماندان په مشرۍ د پيل شوو دغو عملياتو پر مهال نن سهار د خوشحال خېلو په سيمه کې جګړه پيل شوې ده او اوس هم روانه ده.

وسله والو مخالفينو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.